ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان لسګونه هغه افغانان ایستلي چې نورو هېوادونو ته د تلو په تمه اسلام‌اباد کې مېشت وو

پاکستان لسګونه هغه افغانان ایستلي چې نورو هېوادونو ته د تلو په تمه اسلام‌اباد کې مېشت وو

author avatar
27 Dec 2023 - 03:26
پاکستان لسګونه هغه افغانان ایستلي چې نورو هېوادونو ته د تلو په تمه اسلام‌اباد کې مېشت وو
author avatar
27 Dec 2023 - 03:26

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۲): په امریکا کې د افغانانو مېشتېدنې یوه ملاتړې اداره وايي چې پاکستان د افغان کډوالو په زور اېستلو کمپاین په ترڅ کې سلګونه هغه افغانان هم ایستلي چې امریکا ته د تلو په تمه په اسلام‌اباد کې مېشت وو.

د "افغان ایواک" په نوم دغه اداره چې له کډوالو سره د مرستې له ګڼو خیریه موسسو جوړه شوې، وايي چې پاکستاني چارواکو افغانانو ته د امریکا سفارت له خوا  د سپارښتنې لېږل شوي لیکونه له پامه غورځولي دي.

د کډوالو دغه ملاتړې اداره وايي، د پاکستان دغه اقدام هغه افغانان له ستونزو سره مخ کړي چې امریکا ته د تلو په تمه وو؛ ځکه چې په کابل کې د امریکا سفارت تړل شوی او افغانان اړ دي چې د قونسلي چارو لپاره بل هېواد ته لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر په لومړۍ نېټه له یو میلیون د ډېرو بې اسنادو کډوالو ایستل پیل کړل چې اکثره یې افغانان دي. اسلام‌اباد تور پورې کړی چې کابل پاکستاني اورپکو ته پټنځایونه ورکړي خو د افغانستان سرپرست حکومت دا تور رد کړی دی.

ملګري ملتونه وايي چې د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې تر ۴۵۰ زره ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي.

"افغان ایواک" اداره وايي، لږ تر لږه ۱۳۰ افغانان چې د متحده ایالتونو د ځانګړي مهاجرت ویزو پر اساس په دغه هېواد کې د میشتېدنې لپاره پروسس شوي وو، له پاکستانه شړل شوي دي.

د دې ادارې مشر شان وان ډیفر ویلي، پاکستاني پوليسو تر دې دمه تر ۲۳۰ ډېر دا ډول افغانان نيولي دي، که څه هم شاوخوا ۸۰ يې بېرته خوشي کړي دي.

د یادونې ده، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په ګډون درې کسیز پلاوي تېره میاشت اسلام‌اباد ته د سفر پر مهال له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو په اړه چې امریکا ته روان دي، خبرې اترې کړې وې.

هغه مهال امریکایي سرچینو ویلي وو چې پاکستان ورته دوه میاشتې وخت ورکړی چې دغه افغانان امریکا ته ولېږدوي.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.