ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکټر عبدالغفار همدرد وژل شوی

د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکټر عبدالغفار همدرد وژل شوی

author avatar
27 Dec 2023 - 20:35
د کابل طبي پوهنتون استاد ډاکټر عبدالغفار همدرد وژل شوی
author avatar
27 Dec 2023 - 20:35

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): امنیتي مسوولین وایي چې د کابل طبي پوهنتون یو استاد ډاکټر عبدالغفار همدرد د کابل ښار کارته نو سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن مازدیګر مهال د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې د هغه د کتنځي مخې ته شوې ده.

ځدراڼ زیاته کړه چې پولیس پر وخت سیمې ته رسېدلي او هغه کس چې د همدرد کورنۍ په دې پېښه کې د لاس لرلو ادعا پرې لري هم نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا چې نیول شوی کس د پلټنو په موخه حوزې ته وړل شوی دی.

د کابل طبي پوهنتون یوه استاد پوهاند ډاکټر عبدالحفیظ حمیدزي پر خپل فېسبوک د ډاکټر همدرد پر وژل کېدو خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې نوموړی د طبي علومو پوهنتون برجسته استاد او د جلدي ناروغیو پياوړی متخصص و.

هغه زیاته کړې چې همدرد د طبي زده کړو د انکشاف رياست رییس هم او دغه راز یوه موده د کابل میوند کادري روغتون مشر هم پاتې شوی دی.

[/restrict]

Views: 2034

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.