کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له متحده عربي اماراتو سره نن دویمه یوه ورځنۍ تمریناتي لوبه ترسره کړي.
دغه سیالي نن د شارجه لوبغالي کې د افغانستان پر وخت سهار لس بجې او دېرش دقیقې پیلېږي.
همدارنګه افغانستان په لومړۍ تمریناتي لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې ده.
د یادونې ده، له یادو سیالیو وروسته به د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۹مه پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP