Language

تېره شپه یو ځل بیا هرات کې زلزله شوې ده

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): تېره شپه د ریښتر په کچه ۴.۳ درجې زلزلې یو ځل بیا هرات ولایت لړزولی دی.

د امریکا د ځمکې‌پېژندنې ادارې معلوماتو له مخې، دغه زلزله تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې شوې ده.

د سرچینې زیاته کړې، د زلزلې مرکز د هرات شمال‌لوېديځ ته په ۱۴ کیلومترۍ کې د زنده جان ولسوالي ده.

تر اوسه د زلزلې له امله د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې چې د روان کال په تله میاشت کې څو پرله‌پسې زلزلو هرات کې درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې په دغو زلزلو کې ۴۳ زره کسان په مستقیم ډول زیانمن شوي، څه باندې ۳ زره او درې سوه کورونه ویجاړ شوي چې دوه زره او سل یې په بشپړه توګه ویجاړ او اوولس سوه یې زیانمن شوي کورونه دي.

اوچا دغه راز ویلي وو چې په دغو زلزلو کې شاوخوا دوه زره کسان مړه او شاوخوا څلور زره نور ټپیان وو.

Related Topics