جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولایت امنیه قومانداني وایي، چې د وړوکي الیاس مومند قاتل د امنیتي ځواکونو لخوا د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د مرغومي په اوومه د امنیه قوماندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمد طاهر مبارز له خولې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري د الیاس مومند قاتل تېره ورځ د یو لړ عملیاتو پرمهال وژل شوی.
خو سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي چې قاتل څوک و، چېرته او څه ډول وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې د ننګرهار ښار د څلورمې ناحیې اړونده د قصبې په سیمه کې د الیاس مومند په نوم یو شپږ کلن ماشوم د تښتوونکو لخوا تر تښتول کېدو وروسته یې جسد د کور مخې ته اچول شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ویلي وو، چې ددغه ماشوم د وژلو په تور یې دوه کسان نیولي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مولوي محمدطاهر مبارز د مرغومي په پنځمه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا ډېره خواشينوونکې پېښه ده او د حاکم نظام او د ننګرهار امنيتي مسوولينو لپاره يوه ټکان ورکوونکې خبره ده، په دې اړه د اسلامي امارت مجاهدينو هڅې کړې دي، قريبانو ته يې هم ورغلي، ساحه يې هم له نږدې لیدلې ده، ۸۰ سلنه د موضوع حل ته رسېدلي يو.»
هغه زیاته کړې وه، د موضوع په تړاو دوه شکمن کسان نيول شوي چې اوسمهال پوښتنې ترې روانې دي او ډېر ژر به د پېښې اصلي عاملين هم ونیول شي.
د الياس مومند پلار انګار مومند هم مهاله له پژواک سره پهخ خبرو کې د خپل زوی قاتلينو د نيولو او مجازات غوښتنه کړې وه.
انګار مومند ويلي وو چې د زوی د خلاصون په بدل کې ترې ۵۰ زره ډالر غوښتل شوي وو، هغه ورته ويلي هم وو چې دغه پیسې به د پور له لارې ورته پوره کړي خو بيا يې هم انسانتښتوونکو زوی وژلی و.
د الياس مومند د قتل موضوع په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه غندل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP