غزني ښار (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۲): د غزني د ورزش او بدني روزنې امریت له لوري په دغه ولایت کې د والیبال دوولسو لوبډلو ترمنځ ژمنۍ سیالۍ پیل شوې چې شل ورځې به دوام ولري.
د غزني د ورزش او بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د غزني د والیبال فدراسیون له لوري د دوولسو ټیمونو ترمنځ پیل شوې چې شاوخوا شل ورځې به دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه، دغه سيالۍ نن د ورزش امريت په همغږۍ د پيرزاده کلي ورزشي جمنازيوم کې ترسره کېږي.
هغه وویل چې د والیبال یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې د شریفي لوبډلې د روحالله لوبډلې ته درې پر دوه ماتې ورکړه.
د ورزش او بدني روزنې ادارې مسوولین وايي چې دغه سیالۍ یې د والیبال برخې لوبغاړو د هڅونې، د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کېدو، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د غوره لوبغاړو پېژندلو په موخه جوړې کړې دي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن