کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت په اړه د خبریالانو مرکز کلنی راپور رد کړی او ویلي یې دي، پر رسنیو هیڅ ډول فشار نشته او په ازاد ډول فعالیت کوي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان خبریالانو مرکز کلنی راپور یوه ادعا ګڼلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې پر رسنیو هيڅ ډول فشار نشته او په ازاد ډول فعالیت کوي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
په دغه راپور کې ادعا شوې چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له خپلو بنسټیزو او قانوني حقونو د ازادۍ او ګټې اخیستنې برخه کې له سختو محدودیتونو سره مخ او حقوق یې په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد له ملي راډیو ټلویزیون سره په خبرو کې یاد راپور رد کړی او هغه یې یوه ادعا ګڼلې ده.
هغه ویلي: «د دغه نهاد ادعا موږ نه تاییدو، ولې ځینې پېښې تېر کال شوې وې، کله تخطۍ رامنځته شوې وې او کله هم خبریالان د خبریالۍ له کارونو پرته د حقوقي او جنایي پېښو له امله نیول شوي او یا هم توقیف شوي وو خو دوامداره نه وو، مګر توقیف شوي وو.»
هغه زیاتوي، پر رسنیو هيڅ ډول فشارونه نه دي وارد شوي، ټوله نړۍ لیدلی شي چې په افغانستان کې رسنۍ په ازاده توګه فعالیت لري او دا یوه ښه وضعیت دی.
هغه ویلي، ځينو رسنیو چې جدي سرغړونې یې لرلې او یا له کوم لوري یې حکم اخیست، د ملي ګټو خلاف یې خپرونې درلودې، طبیعي ده چې مخه یې نیول شوې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن