ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې کروندګر له حکومته خپلو کرنیزو محصلاتو ته د سړو خونو جوړولو غوښتنه کوي

هرات کې کروندګر له حکومته خپلو کرنیزو محصلاتو ته د سړو خونو جوړولو غوښتنه کوي

author avatar
30 Dec 2023 - 17:24
هرات کې کروندګر له حکومته خپلو کرنیزو محصلاتو ته د سړو خونو جوړولو غوښتنه کوي
author avatar
30 Dec 2023 - 17:24

هرات (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): هرات کې یو شمېر کروندګر د خپلو کرنیزو محصولاتو ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پام وکړي او سړې خونې جوړې کړي.

د یادو کروندګر په خبره، هرات په اوړي کې د ټولو کرنیزو محصولاتو د تولید ظرفیت لري خو په هېواد دننه او بهر کې د هغو د پلور لپاره د اسانتیاوو نشتوالي له امله هر کال خپل محصولات په ټیټه بیه پلوري او دا چې سړې خونې نشته نو خلک اړ کېږي چې د کال په نورو فصلونو کې خپل د اړتیا وړ کرنیز توکي په لوړه بیه واخلي.

یاد کروندګر وايي، که په هرات کې د حکومت له خوا سړې خونې فعالې شي، له یوې خوا د کروندګرو په اقتصاد کې مرسته کولی شي او له بلې خوا د کال په هر فصل کې په بازارکې د کرنیزو محصولاتو بیې ټیټې او کنټرولېږي.

د حاجی جمعه‌ګل په نوم یوه کروندګر پژواک خبري اژانس ته وویل، ټول محصولات لکه مڼې، انګور، شفتالو، زردالو، کچالو، بانجان او نور لري خو بیا یې هم بل فصل نه شي ساتلی نو اړ وي چې په ټیټه بیه یې وپلوري.

یاد کروندګر د سړو خونو جوړېدل له لومړیتوبونو ګڼي او وايي که پاملرنه ورته ونه شي کروندګر له اقتصادي زیان سره مخ کېږي.

یوه بل کروندګر حاجي مهرګل هم وویل، هر کال او هغه هم یوه فصل کې پیاز، کچالو، اوږه او نور کرلی شي خو په نورو درېیو فصلونو کې خپل د اړتیا وړ کرنیز محصولات بېرته له بازاره په لوړه بیه پېري.

نوموړي زیاته کړه، هرات یو کرنیز ولایت دی چې بېلابېل محصولات لري نو په کار ده چې حکومت د کروندګرو د ملاتړ په موخه په دغه ولایت کې معیارې سړې خونې جوړې کړي څو کروندګر وهڅول شي او محصولات یې هم ښه بازار ولري.

یاد کروندګر وایي، کرنیزو سیمو کې د سړو خونو جوړول اړین دي او حکومت غواړي چې د دغه ولایت د ولسوالیو او مرکز په کچه بېلابېلو کرنیزو سیمو کې سړې خونې جوړې کړي.

بلخوا، په یاد ولایت کې د کرنې برخې پوهان هم پر دې باور دي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او حکومت باید له کرنې او کروندګرو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د کرنې چارو پوه عبدالواحد صادقي د یاد مطلب بیانولو ترڅنګ له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې سړې خونې د محصولاتو او د بازار بیو کې د توازن ساتلو برخو کې اساسي رول لري.

نوموړي زیاته کړه، که چېرې حکومت کروندګرو ته د محصولاتو ساتلو په موخه معیاري سړې خونې جوړې کړي، د ډېرو کروندګرو اړتیا به پوره شي او محصولات به یې په ارزانه بیه په ټولو فصلونو کې بازار ته وړاندې کېږي.

بلخوا، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په هرات کې د سړو خونو اړتیا ته په پام یې تر اوسه ځیني کارونه کړي او یوې سړې خونې فعالولو چارې یې پیل کړې دي.

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي پیرمحمد حلیمي پژواک ته وویل چې یادې ادارې اوسمهال د کروندګرو اړتیاوو پوره کولو لپاره یوه غیرفعاله سړه خونه فعاله کړې او د موسسو له لوري یوه بله سړه خونه هم ورته جوړه شوې ده.

د هرات د کرنې رییس زیاتوي چې یادې سړې خونې دولتي دي او یوازې د دوه سوه ټنه مېوو ځایولو وړتیا لري او ژوندي برق ته اړتیا لري، ځکه سولري برېښنا نه لري.

هغه زیاتوي چې په راتلونکي کې به هم په یاده برخه کې هڅه وکړي څو په هرات کې لا ډېرې سړې خونې فعالې شي او اداره به يې په دغه ولایت کې د کروندګرو د ملاتړ په موخه له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې هرات د ترکاري، مېوو او حبوباتو بېلابېل ډولونه لري چې د حاصلاتو رسېدو وخت کې د هغو ساتنه د کروندګرو او بازار لپاره لویه ستونزه ده او د ټول ولایت په کچه یوه سړه خونه بسنه نه کوي.

Views: 13

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.