ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي

author avatar
30 Dec 2023 - 17:30
تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي
author avatar
30 Dec 2023 - 17:30

کابل (پژواک، ۹ مرغومی ۱۴۰۲): تېره اونۍ قزاقستان پر ا.ا لګولي بندیزونه لرې کړل، له افغانستان سره ۲۷.۸ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه او امنیت شورا د افغانستان په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، خو روسیې او چین رایه ورنه کړه.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • اذربایجان: کابل کې سفارت پرانیزو.
  • قزاقستان: ا.ا د تحریم شوو ګروپونو له نوملړه باسو.
  • امنیت شورا د افغانستان په اړه یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ، خو روسیې او چین رایه ورنه کړه.
  • له افغانستان سره اروپایي ټولنې درې میلیونه یورو او اسلامي پراختيا بانک ۲۴.۶ میلیون ډالره مرسته کوي.
  • اوچا روان ژمي کې افغانستان کې پر ۱۶ میلیون کسانو بشري مرستې وېشي.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې پنځه کسان وژل شوي وو.

ځايي چارواکي وايي، ننګرهار کې د الیاس مومند په نوم تښتول شوی ماشوم وژل شوی و او له هغه وروسته د ياد ماشوم قاتل د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو.

د راپورونو له مخې، کابل کې د کابل طبي پوهنتون یو استاد او ډاکټر وژل شوی او سرپل کې يوه ښځه او سړی د نامشروع اړيکو لرلو په تور د ښځې د خپلوانو له لوري وژل شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې نهه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وړم کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

له اسلامي امارت سره د نړۍ تعامل

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایراموف ويلي چې هېواد یې غواړي د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې په افغانستان کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

دغه راز، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت د هغه تحریم‌ شوو ګروپونو له لېست څخه اېستلی چې دوی پرې په خپله خاوره کې د فعالیت بندیز لګولی و.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي چې د افغانستان او قزاقستان د اړیکو روان مسیر مثبت دی او د قزاقستان دغه کار د د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

دغه راز، د چين د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې مشر لیو چینسونګ په یاد هېواد کې د افغانستان له نوي سفیر بلال کریمي سره ولیدل، دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو نوی فصل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبت تعامل او اړیکې لا پراخې شي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د م.م پخواني استازي تادامیچي یاماموتو د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نړۍ د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه بللي، ویلي یې دي، جاپان چمتو دی چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

 د امنیت شورا پرېکړه‌لیک

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ د رایو په اکثریت سره هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي‌کوونکي او خپلواک ارزوونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو له خوا د افغانستان په تړاو چمتو شوی و، خو روسيې او چين رایه ورنه کړه.

د ملګرو ملتونو د خبرونو پر اېکس‌پاڼه کې لیکل شوي، «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې په ترڅ کې پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له مخې یې دغه هېواد ته د ورپېښو ننګونو د حل لپاره د نړۍوالو ورښکېلولو په اړه سپارښتنې وړاندې شوې.»

په ملګرو ملتونو کې د اماراتو د ځانګړې استازولۍ دفتر ویلي، له دې پرېکړه‌لیک څخه موخه دا ده چې افغانستان په خپله او له ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې واوسي او له نړۍوالې ټولنې سره یو ځل بیا ښکېل شي.

د راپورونو له مخې، کېدای شی چې د دغه پرېکړه‌لیک له مخې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي له امنیت شورا سره په مشوره له افغان حکومت سره د دیپلوماسۍ لپاره یو ځانګړی استازی وګوماري.

روسیه او چین وایي، ځکه یې د افغانستان په اړه د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته رایه ورنه کړه چې له ا.ا سره له سلا پرته د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالف دي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د روان کال د لړم په ۳۰مه ویلي وو، افغانستان پیاوړی مرکزي حکومت لري، خپلې داخلي چارې مدیریت کولای شي او هم د بهرني سیاست پر مخ وړلو بشپړه وړتیا لري؛ نو ځکه د ملګرو ملتونو له خوا د موازي ميکانيزمونو جوړول، لکه د ځانګړي استازي ټاکل ورته د منلو نه دي.

د مرستو دوام

اروپايي ټولنې له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره درې ميليونه يورو (۳.۲ ميليون ډالر) مرسته کوي او اسلامي پراختيا بانک له افغانانو سره د مرستې په موخه ۲۴.۶ میلیون ډالر ځانګړي دي.

دغه راز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر مرستیال ویلي چې سږ کال ژمی افغانستان کې پر ۱۶ میلیون کسانو بشري مرستې وېشي.

Views: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.