Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د کرکټ یوه ورځنۍ لوبه کې سوېلي افریقا ته ماته ورکړه

اټلانټا (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د درې اړخیزو یو ورځنیو لوبو لړ کې کوربه هېواد سوېلي افریقا ته ماته ورکړه.

د افغانستان، هند او سوېلي افریقا د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ په سوېلي افریقا کې روانې دي.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې نن خپله دویمه لوبه له سوېلي افریقا سره ترسره کړه، د دې لوبې پچه سوېلي افریقا وګټله خو لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۶ منډې جوړې کړې او افریقا ته یې د ۱۸۰ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري رحیم‌الله زرمتي ۴۷، جمشېد ځدراڼ ۳۳ او حسن عیسی‌خېل ۳۱ د پام وړ منډې جوړې کړې.

خو د افریقا لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۱۲۹ منډو وسوځېدله، دغه راز افغانستان دا لوبه د ۴۷ منډو په توپیر سره وګټله.

د افغانستان له لوري عرب ګل او غضنفر څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

تر دې مخکې هندوستان له افغانستان څخه لوبه ګټلې وه.

په دې سیالیو کې هره لوبډله له بلې سره دوه دوه لوبې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.