پاراخ (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نصرالله ملکزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو پروژو لګښت د نړۍوال بانک او د افغانستان بیارغونې صندوق له خوا ورکړل شوی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغو پروژو کې د کرنیزو کانالونو، سربندونو او فرعي سړکونو جوړول شامل وو چې د جوړېدو چارې یې شاوخوا ۷ میاشتې مخکې پیل شوې وې.
د سیمې یو اوسېدونکی نیکمحمد هم وایي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره خلکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن