Language

کونړ کې له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وشوه

اسعد‌اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): په کونړ ولایت کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت له ۶۲ روغتیایي مرکزونو سره د درملو، طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه.

د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص د یادو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مرسته به تر ډېره د یادو روغتیایي مرکزونو ستونزې حل کړي.

هغه وویل: «له کلینیکونو او نورو روغتیایي مرکزونو سره د ۱۳ میلیون او ۴ سوه زره افغانیو په ارزښت د ۲۱۲ قلمه درملو، طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه چې ورسره به د روغتیاپالانو او ناروغانو ستونزې هوارې شي، موږ د یونېسف ادارې له دغو مرستو هرکلی کوو او د ورته نورو  مرستو غوښتنه کوو.»

هغه زیاتوي چې د بېلابېلو همکارو ادارو سره یې په ګډه هڅې پيل کړي څو په دغه ولایت کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې حل کړي.