ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي

مجاهد: افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي

author avatar
31 Dec 2023 - 15:05
مجاهد: افغانستان کې په بریدونو کې ښکېل لسګونه تاجکستانیان او پاکستانیان وژل شوي
author avatar
31 Dec 2023 - 15:05

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲): د دفاع وزارت سرپرست وایي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په افغانستان کې په شوو بریدونو کې له بهرنیو، په ځانګړېتوګه د تاجکستان او پاکستان له اتباعو کار اخیستل شوی چې لسګونه یې وژل شوي او نیول شوي دي.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د داعشیانو د شتون په اړه شمېرې د کاذبو اطلاعاتو له مخې وړاندې شوې او ملګري ملتونه، په ځانګړې توګه د امنیت شورا د ځينو مغرضو کورنیو او بهرنیو کړیو د دغو کاذبو اطلاعاتو د تولید ښکار شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «د شر او فساد په اړه باید دومره ووایم چې د هغوی حضور یوازې په مجازي نړۍ کې دی… دوی باید د عمومي عفوې له ستر فرصته ګټه واخلي او پرې نه‌نږدي چې نور هېوادونه یې د نیابتي او اجیرو جنګیالیو په توګه وکاروي.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست او د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون مشر مولوي محمدیعقوب مجاهد نن په کابل کې د امنیتي وضعیت او په دې برخه کې د لاسته‌راوړنو په اړه جوړه شوې ناستې ته خبرې وکړې.

هغه وویل، اسلامي امارت پر خپله هغې ژمنه ولاړ دی چې د دوحې په تړون کې یې د نورو خلاف د افغانستان د خاورې نه کارولو په اړه کړې ده.

د مجاهد په وینا: «کله به هم چا ته اجازه ورنه کړو چې افغانستان د نورو خلاف و کاروي او نه به چا ته اجازه ورکړو چې د افغانانو له مجبوریتونو استفاده وکړي او افغان ځوانان د نورو پر خلاف وکاروي، په دې اړه ټول لازم وقایوي تدابیر نیول شوي، موږ د هیچا پر خلاف د تعدا اراده نه لرو او نه د چا تعدا منو.»

مجاهد وایي چې په سیمه کې له افغانستانه د اندېښنو رامنځته کولو لپاره د «ځينو مغرضو کورنیو او بهرنیو کړیو» له لوري هڅې روانې دي.

هغه وویل چې دا کړۍ کاذب اطلاعات تولیدوي او بېلابېلو لورو ته یې د بېلابېلو چینلونو له لارې رسوي او غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته له افغانستانه تشویشونه ایجاد کړي.

مجاهد وویل: «د کاذبو اطلاعاتو تولید اوس د دې مغرضو کړیو یو کاروبار ګرځېدلی، غواړي له دې لارې سیاسي او مادي امتیازات او خپل شوم اهداف لاس ته راوړي، دا مغرضې کړۍ د کاذبو اطلاعاتو په تولید کې ډېر مهارت لري او په تېرو شلو کلونو کې یې په دې برخه کې ډېره تجربه ترلاسه کړې، موږ د کاذبو اطلاعاتو د تولید دا کړۍ ډېرې ښې پېژنو؛ متاسفانه ملګري ملتونه، په ځانګړې توګه د امنیت شورا د دې کاذبو اطلاعاتو د تولید ښکار شوي، نو د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه په داسې کاذبو راپورونو باور ونه کړي، زموږ د تفاهم لارې د هر چا پر مخ خلاصې دي، کولای شي د هر ډول تشویش په اړه ځانونه مطمین کړي.»

هغه زیاته کړه چې اوس په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی او «د شریرو او فتنه‌ګرو واقعات» په تېرو ۱۲ میاشتو کې د تېر کال د ۱۲ میاشتو په پرتله ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د دفاع سرپرست وزیر وایي: «په افغانستان کې د داعشیانو د وجود او فعالیتونو په اړه چې کومې له مبالغې ډکې ارزیابۍ، احصایې او ارقام ورکول کېږي، دا ټول د هغو کاذبو اطلاعاتو پر اساس دي چې ما مخکې ورته اشاره وکړه؛ اصلاْ دا پروژه په افغانستان کې هیڅ ریښه او نتیجه نه لري، د دې پروژې جوړوونکي او تمویلوونکي نور باید دغه حقیقت درک کړي.»

دی وایي چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راوروسته چې په افغانستان کې پر جوماتونو، خانقاوو او د دیني علماوو او ولسي وګړو پر غونډو کوم بریدونه شوي، په هغو ټولو کې له بهرنیو اتباعاوو، په ځانګړې توګه د تاجکستان له اتباعو کار اخیستل شوی دی.

هغه وویل: «لسګونه تاجکستاني اتباع زموږ د امنیتي ځواکونو عملیاتو په پایله کې وژل شوي او لسګونه نور یې ژوندي نیول شوي، همدغه راز په دویمه درجه کې د زیاتو بریدونو په تنظیم کې پاکستاني اتباع ښکېل وو، له شلو زیات پاکستاني وګړي زموږ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي.»

ده له هغو هېوادونو ـ چې په وینا یې له لارې یې «شریر عناصر» افغانستان ته داخلیږي- وغوښتل چې خپل ځمکني او هوایي سرحدات په جدي توګه کنټرول کړي او اجازه ورنه کړي چې افغانستان ته یې له لارې «شریر عناصر» داخل شي.

مجاهد وویل: «د شر او فساد په اړه باید دومره ووایم چې د هغوی حضور یوازې په مجازي نړۍ کې دی او په افغانستان کې هیڅ د پښې اېښودلو ځای نه لري، دوی نه شي کولای چې افغانان بیا تېر باسي، دوی باید د عمومي عفوې له ستر فرصته ګټه واخلي او پرې نه‌نږدي چې نور هېوادونه یې د نیابتي او اجیرو جنګیالیو په توګه وکاروي.»

انسان‌تښتوونکي او وسله‌واله غله

د ملي دفاع وزارت سرپرست په نننۍ ناسته کې دا هم وویل چې د انسان‌تښتوونکو هغه ټولې شبکې ماتې شوې چې د پخواني حکومت پر مهال رامنځته شوې وې او زورواکانو د ملي سوادګرو او شتمنو افغانانو د لوټلو لپاره کارولې.

هغه وویل چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راوروسته د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې سلګونه انسان‌تښتوونکي نیول شوي او وژل شوي او له منګولو یې له ۲۰۰ ډېر افغانان ژغورل شوي دي.

د مجاهد په خبره، یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې سلګونه انسان‌تښتوونکي نیول شوي، تر ۲۵ تنو د عملیاتو پر مهال وژل شوي او تر ۵۰ پورې افغانان یې له منګولو ژغورل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د وسله‌والو غلو هغه بانډونه هم له منځه وړل شوي چې د پخواني حکومت پر مهال رامنځته شوي وو او زورواکانو د خپلو حریفانو پر ضد کارول.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې سلګونه وسله‌واله او غیر وسله‌وال غله د امنیتي کسانو له لوري نیول شوي او یو شمېر یې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د وسلو قاچاق

مجاهد دغه راز وویل چې اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې او له هېواده بهر د وسلو د قاچاق مخنیوي برخه کې ډېر کار کړی؛ ګڼ شمېر قاچاقبران نیول شوي او په ډېر شمېر وسلې له نامسوولو کسانو راټولې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د وسلې ګرځولو لپاره ځانګړی طرزالعمل جوړ شوی؛ هیڅوک نه شي کولای په غیرقانوني توګه وسله وګرځوي.

هغه زیاته کړه: «په افغانستان کې له تېرې ادارې د پاتې وسلو، مهماتو او پوځي وسایلو په اړه غواړم ووایم چې هغه ټول خوندي دي، په مسوولو لاسونو کې دي او د خوندیتوب لپاره یې زیات اقدامات ترسره شوي؛ ځيني جهتونه چې ځينو ډلو ته د وسلو د لاس ته ورتلو ادعاوې کوي، دا ادعاوې یې بالکل له حقیقته لرې او محض پروپاګند دي.»

نشهیي توکي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق ممنوعیت په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان د امنیتي ځواکونو له لوري په ښه توګه پلی شوی دی.

هغه وویل چې ۸۲۸۲ مشکوک کسان د نشه‌یي توکو په تړاو نیول شوي، د نشه‌یي توکو ۸۳۴ کارخونې، ۴۴۷۲ ټنه نشه‌یي توکي، د الکولي مشرباتو د تولید ۵۷ کارخونې، د نشه‌یي ټابلیټونو د تولید ۲۲ کارخونې او ۹۵۱ زره او ۸۱۶ نشه‌یي ټابلیټونه له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې تر اوسه ۹۵ زره او ۲۰۵ پر نشو روږدي کسان راټول شوي او درملنه یې شوې ده.

مجاهد وایي، د نړۍ هېوادونه او سازمانونه چې د کوکنارو د کښت او قاچاق مخنیوي لپاره پرېمانه بودجه په لاس کې لري، خو له افغانانو سره یې تر اوسه د بدیل برخه کې هیڅ ډول د پام وړ مرسته نه ده کړې او په دې برخو کې له دوه‌ګوني چلنده کار اخلي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې تر ډېره د امنیتي ځواکونو چلند مسلکي شوی او کومې کړنې چې د جرایمو مخنیوي په اړه ترسره کوي، هغه د اسلامي شریعت پر بنسټ د جوړ شوو قوانینو، فرمانونو او حکمونو له مخې ترسره کوي.

هغه وویل: «په دې برخه کې غواړم یو تشویش ته چې کله یې ځیني مغرض نړیوال سازمانونه په ځينو نړۍوالو غونډو کې ایجادوي وضاحت ورکړم، موږ هیڅ ډول غیرقانوني ګرفتارۍ نه لرو او نه غیرقانوني زندانونه شتون لري؛ د اسلامي امارت د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان له مخې، د مظنونینو تعذیب او شکنجه او په توقیف کې یې د محکمې له حکمه پرته له خپلې ټاکلې مودې زیات ساتل په مطلق ډول بند دي، بندیانو ته د تحقیقاتو په دوران کې هیڅ ډول جسمي او روحي تعذیب نه ورکول کېږي.»

مجاهد وویل، د اسلامي امارت په صفونو کې ځینو داسې کسانو په ډېر مهارت ځانونه ځای پر ځای کړي وو چې د دولت او رعیت ترمنځ د بې اعتمادۍ سبب کېدل، خو د تصفیې کمېسیون په دې برخه کې په تېرو ۱۲ میاشتو کې ډېر کار کړی او له یادو کسانو، هغه چې لا هم د اسلامي امارت په لیکو کې پاتې دي، هغه هم له لیکو ایستل کېږي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د خلکو د ازار او اذیت سبب شي.

Views: 94

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.