اسعداباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): د کونړ ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر تاریخي ابدو د بیارغونې پروژې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، بشپړې کړي.
د اسعداباد ښار یو اوسېدونکی، لیکوال او ژورنالیست لطفالله خاموش پژواک خبري اژانس ته وویل، په وټهپور او خاصکونړ ولسوالیو کې د تېر جمهوري نظام پر مهال د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د یوه زیارت او تاریخي جومات د بیارغونې چارې پېل شوې وې، خو تر اوسه نیمګړې پاتې دي.
هغه زیاتوي، تېرو نږدې درېیو کالونو کې د حکومت د نه پاملرنې له امله یادې تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي وویل: «په وټهپور ولسوالۍ کې د مولا صاحب بابا زیارت او په خاصکونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران رحمته الله بابا تاریخي مسجد د بیارغونې چارې پیل شوې وې، کارونه یې هم تر یوې اندازې مخې ته تللي وو، خو په دې ورستیو کې یې رغول شوې برخه هم بېرته زیانمنې شوې او د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.»
ورته وخت کې د اسعداباد د دمکلي اوسېدونکی محمدلایق سمون وایي، د وټهپور په شینیګام سیمه کې د مولا صاحب بابا زیارت چې څه باندې سل کلنه تاریخي مخینه لري، د تېر حکومت پرمهال یې د بیارغونې چارې پېل شوې وې چې تر اوسه نیمګړې پاتې دي.
هغه وویل: «دغه زیارت چې پخوا په ډېر ښکلي شکل له لرګیو جوړ شوی و، ډېره برخه یې تېرو کلونو کې زیامنه شوې، دغه جومات چې تاریخ مخینه لري، د جمهوریت پرمهال یې د بیا جوړولو کارونه پیل شول، خو لاهم په نیمه کې پاتې دي، له دغه جوماته ځیني لرګین توکي چې ګل کاري پرې شوې وه، د نامعلومو کسانو له خوا غلا شوي.»
نوموړی وايي، که حکومت یې د بیارغونې چارې پیل نه کړي، د یاد جومات شته برخه لرګین توکي به هم د بارانونو له امله خراب او یا هم د خلکو له لوري ولوټل شي.
بلخوا د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د تېر حکومت پرمهال د دغه ولایت په خاصکونړ ولسوالۍ کې د څه باندې نهه میلیونه افغانیو په لګښت د حضرت غفران رحمته الله جومات د بیارغولو چارې پېل شوې او نږدې ۸۰ سلنه کارونه یې هم بشپړ شوي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منیبالله افغان پژواک ته وویل، د یاد تاریخي جومات کارونه د اسلامي امارت په راتګ سره په ټپه ولاړ دي او ځینې رغول شوې برخې یې هم د بارانونو له امله زیانمنې شوې دي.
هغه وویل: «د خاص کونړ حضرت غفران تاریخي مسجد نږدې ۸۰ سلنه کارونه شوي دي، د وټهپور مولا صاحب بابا زیارت چې کابو ۳۰۰ کاله تاریخي قدامت لري د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت یې د تېر حکومت پرمهال یوازې شل سلنه چارې ترسره شوې او نورې پاتې دي.»
نوموړی وایي، د یادو تاریخي ابدو د بیارغونې لپاره یې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته غوښتنه کړې چې د ارزونې په موخه له مرکز څخه یوه پلاوي هم دغه ولایت ته سفر کړی و، خو زیاتوي چې لا یې د بشپړولو چارې نه دي پیل شوې.
د هغه په خبره، کونړ کې ډېرې تاریخي ابدې شته چې ډېر شمېر یې بیارغونې ته اړتیا لري.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن