ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې ۱۴ درملتونونه او د ډاکټرانو پنځه کتنځایونه تړل شوي

پلخمري کې ۱۴ درملتونونه او د ډاکټرانو پنځه کتنځایونه تړل شوي

author avatar
2 Jan 2024 - 15:45
پلخمري کې ۱۴ درملتونونه او د ډاکټرانو پنځه کتنځایونه تړل شوي
author avatar
2 Jan 2024 - 15:45

پلخمري (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): بغلان کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د روغتیايي قوانینو تطبیق په موخه د ډاکټرانو پنځه جواز نه لرونکي کتنځایونه او ۱۴ درملتونونه تړل شوي دي.

د بغلان د عامې روغتیا ریاست ویاند عبدالله ملنګ نن (د مرغومي ۱۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو تطبیق مدیریت له تېرې شنبې راهیسې پلخمري ښار کې د بې‌اسنادو کتنځایونو او درملتونونو د فعالیت مخنیوي کمپاین پیل کړی دی.

د هغه په خبره، په تړل شوو کې درې د غاښونو او دوه د نسایي ولادي کتنځایونه شامل دي چې د فعالیت جواز یې نه درلود او دغه راز ۱۴ هغه درملتونونه هم تړل شوي چې د جواز نه درلودلو ترڅنګ یې بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر درمل پلورل.

د یادونې ده، د روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه دغه کمپیاین د یوه ګډ کمېسیون له لوري پیل شوی چې د عامې روغتیا او استخباراتو ریاستونه، امنیه قومانداني او د ولایت استازي په‌ کې برخه لري.

Views: 157

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.