Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني ښار کې سلګونو کورونو ته د برېښنا رسولو یوه پروژه بشپړه شوه

غزني (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د غزني برېښنا شرکت وايي چې د غزني ښار اړوند نواباد سیمې  ۱۲۵۰ کورونو ته یې د برېښنا رسولو پروژه بشپړه کړه.

د غزني برېښنا شرکت رییس صلاح‌الدین توکلي نن (د مرغومي ۱۲مه) رسنیو ته وویل چې پر دې پروژه شاوخوا اتلس‌نیم ميليون افغاني لګښت راغلی چې د سیمې د خلکو له لوري ورکړل شوی دی.

د هغه په خبره، په یاده پروژه کې د ۱۶۶۰ کیلوواټ برېښنا په ظرفیت درې ترانسفرمرونه شامل دي چې کولای شي پر یو وخت د یادې سیمې ۱۲۵۰ کورونو ته برېښنا ورکړي.

نوموړي وویل: «په دې سیمه کې ۱۲ ترانسفرمرونه  نصب او ګټي اخیستني ته سپارل کېږي، له دې وړاندې ۱۱ نور ترانسفرمرونه هم نصب شوي وو چې له دې سره یې په نواباد سیمه کې شاوخوا ۵۵۰۰ کورونو ته برېښنا رسولې ده.»

د برېښنا شرکت چارواکو په وینا، هڅه کوي ټول غزني ښار د برېښنا شبکې تر پوښښ لاندې راولي.

دغه راز د نواباد سیمې اوسېدونکي خوښ دي چې سیمې ته یې برېښنا رسېدلې او زیاتوي، له دې مخکې به یې له ډيزلي او یا هم لمریزې برېښنا ګټه اخیسته چې ډېر لګښت یې کېده او اړتیا یې هم ښه نه پوره کوله.

د سیمې یوه اوسېدونکي علي‌رضا پژواک ته وويل: «موږ کاروباري خلک یو، جنراټوري او لمریزه برېښنا به کله وه کله نه، خلک به له ستونزو سره مخ وو؛ ځکه د دې سیمې خلک د خیاطۍ، قرطاسیې، فوټوکاپي ماشینونه او نورو توکو دوکانونه لري چې د برېښنا کموالي له امله به له ستونزو سره مخ وو، خو اوس به د برېښنا له نښلېدو سره د دوی په کارونو کې اسانتیاوې راشي.»

د غزني برېښنا شرکت معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې سږ کال د ۱۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ ترانسفرمرونو لګولو چارې بشپړې شوې چې په فعالېدو به یې ۲۰ زره کورونو ته برېښنا ورسول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.