ترینکوټ (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون (د مرغومي ۱۱مه) د یادې ولسوالۍ په نېکاباد سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
د یادونې ده، ډېر کله دغه ډول پېښې د ځپلمنځي شخړو او کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کېږي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن