Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې له څه باندې ۱۶۰۰ کسانو سره مرسته وشوه

مهترلام (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ د لغمان په دولت‌شاه ولسوالۍ کې له څه باندې ۱۶۰۰ اړمنو کسانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د لغمان د کلیو، پراختیا او بیارغونې رییس مولوي محمدظاهر زرکمر پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده مرسته نن د دغه ریاست له لوري پر ۱۶۶۸ کسانو وېشل شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې هرې کس ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۴.۵ کیلوګرام غوړي، ۶ کیلو دال او یونیم کیلو مغزي حلوا شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.