ترینکوټ (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): د اروزګان چارواکو دغه ولایت کې د ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو استازو ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته دې د عامه پوهاوي پروژې نه پلې کوي.
د اروزګان د اقتصاد رییس مولوي مولاداد حسن نن (سهشنبه د مرغومي ۱۲مه) د ولایتي پراختیا کمېټې د غونډې پرمهال وویل، له اقتصاد وزارته د ورلېږل شوي مکتوب پر اساس هیڅ کورنۍ او بهرنۍ موسسه د عامه پوهاوي په نوم د پروژو پلې کولو حق نه لري.
حسن زیاته کړه: «د رالېږل شوي مکتوب له مخې له دې وروسته د سولي ټینګښت، عدالت غوښتنه، د ستونزو حل او دې ته ورته د عامه پوهاوي پروژې نه شي عملي کېدلی.»
هغه وویل، کورنۍ او بهرنۍ موسسې دې یادو برخو ته ځانګړې شوې بودجه، خلکو ته د لومړنیو مرستو رسولو لپاره ځانګړې کړي.
د نوموړي په خبره، د موسسو استازي دې په لرو پرتو سیمو کې خلکو ته د روغتیا، پراختیا، پاکو اوبو رسولو او بشري مرستو برخه کې خدمات وړاندې کړي.
ورته وخت کې د یو شمېر موسسو استازو هم ژمنه وکړه چې د مسوولانو سپارښتنې به په پام کې نیسي.
یاده غونډه کې د «اکوار» خیریه موسسې مسوول ضیاوالحق وویل، د خپلو فعالیتونو په لړ کې یې د دغه ولایت په ګڼ شمېر لرو پرتو سیمو کې خلکو بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي دي.
د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې ۳۴ کورنۍ او بهرنۍ موسسې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن