Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په اندړو کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲ ): د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په سردې سیمه کې د یو شمېر ځوانانو په شخصي لګښت د لس کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوې.

دغه ځوانان وايي چې له خپلو ورځنیو عوایدو څخه یوه اندازه بېلوي او بیا یې په دغه ډول خیریه کارونو کې لګوي.

د دغو ځوانانو له ډلې حاجي وزیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سړک په جوړېدو سره به شاوخوا ۲۵۰۰ کورنیو ته د راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي چې پخوا دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وې.

د هغه په خبره، دغه سړک د غزني – پکتیکا له عمومې لارې د سردې سیمې تر ملا ګلان سیمې غځېدلی دی.

نوموړی زیاته کړه:«د سردې ځوانانو تل هڅه کړې چې د دې ترڅنګ په کلي کې له ټولو غریبو او بې‌وزلو کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرستي هم وکړي.»

حاجي وزیر زیاتوي، اوسمهال یې یوازې د دغه سړک د هوارولو او چغل‌اچونې چارې پیل کړې دي.

په ورته وخت کې د غزني چارواکي د یادو ځوانانو له دغه اقدامه هرکلی کوي وايي، د نورو سیمو ځوانان هم باید له حکومت او خپلو خلکو سره د همکارۍ په موخه دغه ډول رضاکارانه کارونه ترسره کړي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغوني او پراختیا رئیس محمد قاسم امیني پژواک ته وویل، یاد ځوانان د ستایلو او درناوي وړ دي.

نوموړي وویل: «د سردې ځوانانو ډير نیک اقدام کړی، دوی له هيچا د ستايلو تمه نه‌لري، اصلاً هغوي خپل انساني مسوليت ادا کړی، د خپل ولس پرمختګ ته کار کوي، هیله ده دا فرهنګ عام شي.»

د یادونې وړ ده، دغو ځوانانو په خپله سیمه کې، په شخصي لګښتونو، د سړکونو، لارو او پلچکونو جوړولو ترڅنګ، د دې سیمې یو شمېر ماشومانو ته په وړیا ډول د لنډمهاله زده‌کړو زمینه هم برابر کړي ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.