Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې ډاکټران: په خپلسرې توګه د درملو کارول ناوړه پایلې لري، ډډه ترې وکړئ

جوزجان کې ډاکټران: په خپلسرې توګه د درملو کارول ناوړه پایلې لري، ډډه ترې وکړئ

author avatar
3 Jan 2024 - 18:40
جوزجان کې ډاکټران: په خپلسرې توګه د درملو کارول ناوړه پایلې لري، ډډه ترې وکړئ
author avatar
3 Jan 2024 - 18:40

شبرغان (پژواک، ۱۲ مرغومی ۱۴۰۲): جوزجان کې یو شمېر ډاکټرانو او روغتیایي مسوولینو د ډاکټر له سپارښتنې پرته په خپلسرې توګه د درملو کارولو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې، دا کار یې خطرناک بللې او سپارښتنه کوي چې د ډاکټر له مشورې پرته باید هیڅ ډول درمل ونه کارول شي.

دوی وایي چې په ژمي کې د هوا په سړېدو سره، تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې او ډېرو خلکو د ډاکټر له مشورې پرته په خپلسرې توګه د درملو کارولو ته مخه کړې ده.

هغه کسان چې د ډاکټر له مشورې پرته درمل کاروي

د جوزجان یو اوسېدونکی حبیب‌الله وایي، د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای چې ډاکټر ته ولاړ شي؛ نو له همدې امله ډېری وخت په ځانګړي ډول د تنفسي ناروغیو او اسهالاتو د درملنې لپاره درملتون ته ځي، هغه درمل چې خپلوانو یې ترې استفاده کړې وي، پېري.

هغه وویل: «ستونی مې سخت درد کوي او سینه او بغل یم خو عادي ډاکټر ته د تلو او د هغه د فیس ورکولو وس نه لرم، راغلی یم چې کوم درمل واخلم، که څه هم پوهېږم که دوا یو ځل ګټه وکړي خو لس ځله تاوان لري، بله چاره هم نشته.»

د شبرغان ښار یو اوسېدونکی سحر رحیمي چې د ډاکټر له نسخې پرته یې له درملتونه د سردرد ښه کېدو لپاره درمل اخیستل، وویل: «سر مې ډېر درد کوي، زه همېشه پراستامول یا بل درمل چې اراموونکي وي، کاروم.»

د سحر په خبره، د درد اراموونکو درملو کارول د روغتیا لپاره مضر او خطرناک نه دي.

ډاکټران: د ډاکټر له مشورې پرته هېڅ ډول درمل مه کاروئ

د شبرغان ښار صحت روغتون کې یو معالج ډاکټر لقمان بیک پژواک ته وویل: «هر کال د هوا په سړېدو سره تنفسي ناروغۍ لکه زکام او سینه او بغل ډېریږي، خو له بده مرغه ډېری خلک د خپلې درملنې په موخه د ډاکټر له مشورې پرته په خپلسرې توګه د درملو کارولو ته هڅه کوي څو ناروغي یې ښه شي، خو دا کار د دوی روغتیا ته خطرناک ده.»

نوموړی وایي چې خلکو کې له پخوا نه د ډاکټر له نسخې پرته د درملو استفاده معمول ده، خو باید د دغه کار مخنیوی وشي او خلکو ته پوهاوی ورکړل شي څو له هېڅ ډول درملو په خپلسرې توګه استفاده و نه کړي؛ ځکه هر درمل جانبي عوارض لري.

ډاکټر بیک له خلکو غواړي چې د ډاکټر له نسخې پرته په خپلسرې توګه دې له درملنې ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه: «که د ډاکتر له مشورې پرته له درملو استفاده وشي ډېره به خطرناکه وي، ښایې چې شخص د ځیګر، زړه او بډوډو په ناروغي اخته کړي.»

په ورته وخت کې، د جوزجان په ولایتي روغتون کې د عمومي داخلې ډاکټر حشمت‌الله عنایت هم د ډاکټر له نسخې پرته د درملو پر نه کارولو ټینګار کوي.

هغه وویل: «ناروغان باید ډاکټر ته له مراجعې او د ډاکټر له سپارښتنو پرته له درملو استفاده و نه کړي؛ له بده مرغه زموږ ډېری خلک په خپلسرې توګه درمل او ډېر انتي بیوتیکو کاروي.»

نوموړي په خپلسرې توګه د درملو کارول د روغتیا لپاره خطرناک وبلل وایي: «کوم درمل چې بوډاګانو ته ورکول کېږي، ماشومانو ته یې هم ورکوي چې دا عمل خطرناک دی او ډېر جانبي عوارض لري، له دغو عوارضو یو دا دی چې د معافیت کمزوري کېدل دي او شخص ته د دایمي ناروغیو پیدا کېدو لامل کیږي.»

د هغه په خبره، هغه کسان چې پښتورګي یې کم‌کاره وي، د ګېډې حاد ستونزه، حساسیت او په تنفسي او قلبي سیستم کې کمزوري ولري، باید په خپلسرې توګه له درملو استفاده و نه کړي.

دغه راز د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري سید ذبیح الله حسیني هم د ډاکتر له نسخې پرته د د رملو کارول ښه کار نه بولي او د روغتیا لپاره یې خطرناک وبلل خو ویې ویل چې هڅه کوي چې د ډاکټر له نسخې پرته د درملود پلور مخه ونیسي.

نوموړي وویل چې په دولتي روغتونونو کې د دې ترڅنګ چې د ناروغانو معاینات په وړیا ډول ترسره کیږي، څلوېښت سلنه د اړتیا وړ درمل هم ورکول کیږي.

هغه په ډاګه کړه چې د عامې روغتیا وزارت په لایحه کې ډاکټرانو ته په روغتونونو او کلینیکونو کې فیس ټاکلی چې د هغې له مخې د معالج ډاکټر فیس ۱۵۰ افغانۍ د متخصص ۲۰۰ او د پروفیسر ۳۰۰ افغانۍ دی.

Views: 134

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.