[restrict paid=”true”]
مهترلام، فیضآباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې په لغمان او بدخشان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله نهو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار د مرغومي په ۱۳مه، پژواک اژانس ته وویل، چې ددې ولایت د شهربزرګ ولسوالۍ د لغایر په سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځته شوې وه.
هغه زیاته کړې، د سپرلیو یو موټر چې د سړک په غاړه درول شوی و، پخپل سر روان شوی او لاندې درې ته غورځېدلې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان مړه شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د لغمان امنیتي مسوولین وایی، د دغه ولایت قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه د کابل ــ ننګرهار پر لویه لار ترافیکي پېښه شوېده.
د لغمان امنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک ته وویل، دا پېښه نن ماښام پنځه بجې د کرولا او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځت۹ه شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې دې ترافیکي پېښه کې د یوې میرمنې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي.
د نوموړي په وینا د پېښې ځای ته د ترافیکو مدیریت او شهرا قوماندانۍ پرسونل پر وخت رسیدلي ټپیان يې د درملنې په موخه ننګرهار ولایتي روغتون ته انتقال کړي.
[/restrict]
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن