کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د وزلوبې لیګ پنځم پړاو سیالیو کې کندوز، سمنګان، کندهار او سرپل لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.
دغه سیالۍ د روانې مرغومي میاشتې په پنځمه په کابل کې پیل شوې چې د کندهار، پنجشېر، تخار، سمنګان، لوګر، بدخشان، کندوز، بلخ، باميان او ميدانوردګو ولایتونو په کې برخه اخیستې ده.
د المپیک ملي کمېټې پر اېکسپاڼه لیکلي، پرون د وزلوبې دویم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې چې په کې کندوز، سمنګان، کندهار او سرپل لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار ومونده.
د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې، نن به لومړی د کندوز او سمنګان او له غرمې وروسته به د کندهار او سرپل لوبډلو ترمنځ دویمه نیمه پایلوبه ترسره وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP