مهترلام (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې یې د ځنګلونو د ساتنې په موخه د کلیوالي شوراګانو جوړولو لړۍ پیل کړې ده.
د دغه ریاست د ځنګلونو او وحشي ژوو د سروې عمومي مدیر انجینر توریالي پیغام د مرغومي په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د ځنکلونو د ساتنې په موخه یې د مهترلام په ګډون په الیشنګ، دولت شاه، الینګار او قرغیو ولسوالیو کې د رضاکارو کلیوالي شوراګانو جوړولو لړۍ پیل کړې چې تر اوسه ۵۵ شوراګانې جوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، موخه یې په لرو پرتو سیمو کې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوی دی.
په ورته وخت کې د یادو شوراګانو غړي وايي، د ملي شتمنیو د ساتنې په موخه یې په خپله خوښه له حکومت سره همکاري پیل کړې ده.
د الیشنګ والسوالۍ اړوند د میل درې اوسېدونکی فضلالحق صدیقي وايي، له کرنې ریاست سره په همغږۍ یې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي په موخه ۱۱ کسیزه کلیوالي شورا جوړه کړې ده.
هغه وايي: «موږ په نوبتي توګه ګزمه او پیره کوو، هر هغه څوک چې د ځنګل د پرې کولو پرمهال ونیول شي، د یادې شورا لخوا جریمه کېږي او د نه اصلاح په صورت کې یاد کس دولت ته سپارل کېږي.»
په همدې حال کې، د مرکز مهترلام اړوند د ګلارام سیمې اوسېدونکی حاجي خان ولي وايي، دوی د دغو شوراګانو په مرسته د خپلې سیمې خلکو ته د ځنګلونو د ساتنې او پالنې په موخه عامه پوهاوی ورکړی دی.
هغه وايي، له هر سرغړونکي کس څخه د سیمهییزي پریکړې پر اساس ۳۰۰ افغانۍ نغدي جریمه اخیستل کېږي.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، لغمان کې پر شاوخوا ۱۰۰ زره هکتاره ځمکه بیلابیل ځنګلونه موجود دي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن