ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې امنیتي کسانو یو تن د خپلې یو کلنې لور د پلور په تور نیولی

ننګرهار کې امنیتي کسانو یو تن د خپلې یو کلنې لور د پلور په تور نیولی

author avatar
3 Jan 2024 - 18:28
ننګرهار کې امنیتي کسانو یو تن د خپلې یو کلنې لور د پلور په تور نیولی
author avatar
3 Jan 2024 - 18:28

جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت مقام وايي، امنيتي مسوولينو هغه کس نيولی چې څه موده مخکې یې خپله یو کلنه لور له کوره تښتولې او بیا یې په ۱۵ زره افغانیو پلورلې وه.

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کس د یاد ولایت د دره‌نور ولسوالۍ امنیتي کسانو له لورې نیول شوی دی.

سرچېنې لیکلي: «دغه کس څه موده وړاندې، خپله يو کلنه لور له کوره تښتولې وه، له لومړنيو څېړنو وروسته معلومه شوه، چې خپله لور يې په کابل کې په پنځلس زره افغانۍ پلورلې ده.»

خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې ماشومې پیدا کولو او کورنۍ ته يې د سپارلو په موخه به د قانون له مخې اجرات ترسره شي.

 

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.