کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۱۴۰۲): ذبیحاالله مجاهد وايي، د اسلامي امارت مشرتابه د حکم له مخې به د هېواد پر لویو لارو ۷۶ جوماتونه جوړ شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه جوماتونه د لویو لارو په هر ۷۰ کیلومتره واټن کې مسافرو ته د اسانتیا په موخه جوړیږي.
هغه وایي چې یاد جوماتونه به د نارینه او ښځو لپاره د لمانځه او اوداسه بېل، بېل ځایونه، سړې او ګرمې اوبه، د ملا امام د اوسېدو ځای، برېښنا، د موټرو تم ځای او یو پارک ولري.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له پلان سره سم به کندهار کې څلور جوماتونه، زابل کې دوه، غزني کې دوه، میدانوردګو کې درې، فراه کې شپږ، هلمند کې دوه، نیمروز کې درې، هرات کې اته، غور کې څلور، لوګر کې یو، پکتیا کې څلور، خوست کې یو، پکتیکا کې دوه، لغمان کې یو، ننګرهار کې درې، کونړ کې یو، پروان کې یو، بغلان کې دوه، سمنګانو کې دوه، بلخ کې یو، بدخشان کې څلور، تخار کې یو، جوزجان کې دوه، فاریاب کې څلور، کندز کې درې، کاپیسا کې یو، بامیانو کې پنځه او په بادغیس ولایت کې درې جوماتونه په معیاري ډول جوړ شي.
مجاهد د دغو جوماتونو د لګښت او کار د پیل د وخت په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن