Language

د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ کې د یوه روغتیایي مرکز لپاره ودانۍ جوړېږي

اسعداباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اړوند لیچلام سیمه کې د دیارلس‌نیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه روغتیایي مرکز د ودانۍ جوړېدو چارې پیل شوې.

د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، دغه ودانۍ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ «UNHCR» په مالي مرسته جوړېږي، ۱۸ خوني به ولري او رغنیزې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د یاد ریاست رییس قاري مظفر مخلص وویل: «دا مرکز به لابراتوار، زېږنتون، درملتون، تشنابونو، د څښاک اوبو څاه، د اوبو ذخیرې او احاطوي دېوال ولري.»

د نوموړي په خبره، دغه مرکز کې به نږدې ۶۰ زره ځایي اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

ورته وخت کې د لیچلام سیمې اوسېدونکي یاد روغتیایي مرکز لپاره د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او زیاتوي چې له دې سره به د خلکو ستونزې کمې شي.

قومي مشر حاجي نظام‌الدین پژواک ته وویل:«د ولسوالۍ په کچه زموږ سیمه ګڼ نفوسه ده، خو د ورغتیا برخه کې هیڅ ډول اسانتیاوې په ‌کې نشته، له روغتیایي مرکزونو لرې یو، اوس خوښ یو چې په خپله سیمه کې راته معیاري روغتیایي مرکز جوړېږي.»

نوموړی له حکومته غواړي چې د ماڼوګي په ګډون د کونړ په ټولو ولسواليو کې خلکو ته روغتیایي اسانتیاوې برابرې او معیاري خدمات وړاندې کړي.