میمنه (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په بندر ولسوالۍ کې یوه کس ته لومړی زهر ورکړل شوي او وروسته زندۍ شوی دی.
د فاریاب ولایت د مقام ویاند مفتي عصمتالله مرادي پژواک خبري اژانس ته وویل، وژل شوی کس عبدالحق نومیږي چې نن له غرمې وروسته په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري لومړی زهر ورکړل شوي او وروسته زندۍ شوی او وژل شوی دی.
د فاریاب د بندر ولسوال قاري عبدالناصر جامع وویل چې د عبدالحق د وژلو لامل تر اوسه معلوم نه دی، خو په تړاو یې د هغه ښځه نیول شوې چې پلټنې ترې روانې دي.
ځایي قومي مشر عبدالحمید وايي، له زیاتې مودې راهیسې د دغه کس او مېرمنې ترمنځ یې کورنۍ ستونزې موجودې وې او ښايي د خپلې ښځې له لوري وژل شوی وي.
هغه زیاته کړه، د مقتول مېرمنې ویلي چې دا د خپل پلار کور ته تللې وه او خاوند یې کور کې و چې پرون غرمه وژل شوی دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP