هرات (پژواک، ۱۴ مرغومی ۱۴۰۲): د هرات ولايت د زندهجان ولسوالۍ په زلزلهځپلو سيمو کې د خلکو په مرسته لسګونه بېړنۍ سرپناوې جوړ شوې چې د دغه ولايت د ځایي چارواکو په شتون کې د یادې ولسوالۍ د کرنيل کلي اوسېدونکو ته وسپارل شوې.
د یادو سرپناوو جوړولو پروژې مسوول شکیب شهابي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بېړنۍ سرپناوې د یاد ولايت د خلکو له مرستو څخه د ٧٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت په معياري ډول جوړې شوې دي.
نوموړي چې یاده طرحه يې د دغه ولايت د ښار جوړونې له رياست سره په همغږي پلې کړې، زياتوي چې دغه کورونه د هغو کورنيو لپاره چې د ژمي په اوږدو کې یې سرپناه ته جدي اړتیا درلوده چمتو شوي او نن د یاد ولایت د ځايي ادارې د مسوولینو په شتون کې یادو کسانو ته وسپارل شول.
بلخوا، زلزلهځپلي له یاد اقدامه خوښي څرګندوي، خو وايې چې ستونزې یې په یوې بېړنۍ سرپناه نه هوارېږي او تمه لري چې خپل دايمي کورونه یې چې تر کار لاندي دي، ژر جوړ شي.
ملا محمد چې له خپلو دوو لمسيانو او درېيو لوڼو سره د هرات په سړه هوا کې په کرنيل کلي کې تر يوې خيمې لاندې ژوند کوي، وايی چې اوسمهال کولای شي د لنډمهال لپاره په یادو کورونو کې ژمی ښه تېر کړي؛ ځکه خیمو کې یخ وي او د ګرمولو لپاره یې د سون توکو برابرولو وس نه لري.
نوموړی له حکومته غواړي چې په زيانمنو شوو سيمو کې د کورونو جوړولو ته ډېره پاملرنه وکړي، تر څو په نږدې راتلونکي کې خپلو کورونو ته ستانه شي.
د هرات د والي مرستيال مولوي حياتالله مهاجر وايي چې له زلزلې وروسته تر اوسه د زيانمنو شويو سيمو خلکو ته تر زرو زيات کورونه جوړ شوي او پر ځينو يې کار روان دى.
هغه د خلکو د دغه اقدام د ستاينې ترڅنګ د ژمي په اوږدو کې د زلزلهځپل خلکو د کورونو تر جوړېدو پورې د دغو کورونو جوړول يو ښه ګام وباله.
هغه د زندهجان ولسوالۍ په کرنيل وردکها سيمه کې د هرات زلزلهځپلو لپاره د ٣٧ بېړنيو سرپناوو د جوړولو له امله له مرسته کوونکو ستاینه وکړه.
د يادونې ده، درې مياشتې مخکې په هرات ولايت کې د يوې ویجاړوونکې زلزلې له امله چې مرکز يې د دغه ولايت زندهجان ولسوالۍ وه، د څه باندې دوه زره کسانو د مړینې او درې زره کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ، د هرات په مرکز او زندهجان، رباط سنګي او غوریان ولسوالیو کې زرګونه کورونه هم ویجاړ شول.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن