Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران د کرمان په چاودنو کې ۱۲ افغانانو هم ژوند بایللی

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په کرمان ولایت کې د وروستیو چاودنو له امله ۱۲ افغانانو هم خپل ژوند بایللی دی.

دوه ورځې مخکې په کرمان کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین مراسمو ته څېرمه دوو چاودنو کې ۳۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

قاسم سلیماني څلور کاله مخکې په عراق کې د امریکايي ځوانونو په هوايي برید کې ووژل شو.

فارس خبري اژانس د ایراني چارواکو په حواله ویلي: «د کرمان د ترهګریزې پېښې په شهیدانو کې ۱۲ افغانان هم شته چې د کرمان شهیدانو ګلزار زیارت ته روان وو.»

د ایران په کرمان کې وروستۍ چاودنې د نورو هېوادونو ترڅنګ د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت هم غندلې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ايکس‌پاڼه لیکلي و چې اسلامي امارت د ایران له دولت په ځانکړې توګه د دغو بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او خواخوږۍ ژور مراتب وړاندې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.