Language

د پاکستان له زندانونو ۸۹ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د سند ایالت له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۸۹ افغان کډوال ازاد شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د سرپرست حکومت جنرال قونسل عبدالجبار تخاري په یوه یوېډیويي پيغام کې ویلي چې د اسلامي امارت د جنرال قونسلګرۍ په هڅو پرون د شپږو ماشومانو په ګډون ۸۹ افغانان د سند ایالت له زندانونو خوشي او د چمن له لارې هېواد ته ولېږدول شول.

هغه زیاته کړه، د دغو کسانو په ازادېدو سره د سند ایالت له زندانونو د ازاد شوو افغانانو شمېر ۳۱۴۲ کسانو ته رسېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوس مهال د سند ایالت په زندانونو کې ۲۷۹ نور افغانان هم بندیان دي چې د خوشي کولو لپاره یې د اسلامي امارت د جنرال قونسلګرۍ هڅې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.