[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د فاریاب، زابل ، اروزګان او جوزجان ولایتونو بېلابېلو ترافیکي پېښو کې شپږ تنه مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند هدایتالله رشیدي د مرغومي په ۱۵مه، پژواک اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته په دوو بجو په اندخوی ولسوالۍ کې د یوه سراچه موټر چپه کېدو له امله پنځه تنه ټپیان شوي دي.
خو د اندخوي روغتون مسوول ډاکټر سنجر وایي چې دوی ته شپږ ټپیان راوړل شوي چې د دوو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دي.
دغه راز، هغه وویل چې نن سهار په دې ولسوالۍ کې د رېکشا او موټرسایکل ترمنځ د ټکر له امله درې تنه ټپیان شوي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند دغه راز وویل چې د میمنې – المار پر لویه لاره د یوه موټر چپه کېدو له امله درې تنه ژوبل شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، د زابل ولايت د شاجوی ولسوالۍ په تازې رباط سیمه کې د یوه لنډ کروزر موټر چپه کېدو له امله ۸ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند قاري ذبيحالله جوهر وايي چې په دغه پېښه کې ۴ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، ټپیان د امنیتي ځواکونو له لوري مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
ځایي مسوولینو د پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې دې ته ورته پېښې د موټرچلوونکو بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې دي.
بلخوا د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې یو ټراکټور یو ځوان وهلی او وژلی یې دی.
دغه راز په اروزګان ولایت کې هم یوه فیلډر موټر پر لاره روان لاروی وهلی او وژلی دی.
[/restrict]
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن