ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام مهالوېش اعلان شو؛ افغانستان لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام مهالوېش اعلان شو؛ افغانستان لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي

author avatar
6 Jan 2024 - 05:44
د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام مهالوېش اعلان شو؛ افغانستان لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي
author avatar
6 Jan 2024 - 05:44

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوالې شورا د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی، افغانستان خپله لومړۍ لوبه له یوګنډا سره کوي.

ټاکل شوې چې د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ د روان زېږدیز کال (۲۰۲۴) د جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي، دا سیالۍ په امریکا او وېسټ‌انډیز کې ترسره کېږي. د نړۍوال جام پای لوبه به د جون په ۲۹مه، د وېسټ‌انډیز په باربډوس ښار کې ترسره شي.

د کرکټ نړۍوالې شورا پرون د شل اووریز جام سیالیو مهالوېش اعلان کړی، په دې سیالیو کې ګډون کوونکي ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي.

افغانستان په سي ګروپ کې له نیوزیلینډ، وېسټ‌انډیز، یوګنډا او پي‌اېن‌جي هېوادونو سره دی.

په الف ګروپ کې هند، پاکستان، ایرلینډ، کاناډا او امریکا، په ب ګروپ کې انګلستان، اسټرالیا، نمیبیا، سکاټلینډ او عمان لوبډلې شاملې دي.

په ډي ګروپ کې بیا سوېلي افریقا، سریلانکا، بنګله‌دېش ، نیدرلینډ (هالینډ) او نیپال شامل دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغانستان خپله لومړۍ لوبه د جون په ۳مه، له یوګنډا، د جون په اوومه له نیوزیلینډ، د جون په ۱۳مه، له پي‌اېن‌جي (پاپوا نیو ګیني) او د جون په ۱۷مه له کوربه هېواد وېسټ‌انډیز سره ترسره کوي.

د امریکا کرکټ ادارې اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد پژواک اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي وو، په امریکا کې به د نړۍوال جام ۱۷ لوبې په درېیو ایالتونو کې ترسره شي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان کومه لوبه هم په امریکا کې ترسره شي، خو له بده مرغه د کرکټ نړۍواله شورا دغه کار نه دی کړی.

د یادونې ده، افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د شل اووریز کرکټ په نړۍوال جام کې چې په وېسټ‌انډیز کې ترسره شوی و، لاره موندلې وه.

افغانستان تر اوسه د شل اووریز کرکټ په شپږو نړۍوالو جامونو کې ګډون کړی، او په ټولیزه توګه یې ۲۲ لوبې کړې چې اووه یې ګټلي او ۱۵ یې بایللې دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.