غزني ښار (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ښار کې د ۱۱،۳ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۵ ټولګټو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه نن په دې اړه جوړ شوو مراسمو کې وویل چې په دغو پروژو کې ښاري خدمتونو او اسانتیاو ته د ښاریانو د لاسرسي د یوه پله، یو زنانه او مردانه تشناب او د ۱۳ کوڅو جوړولو چارې شاملې وې.
هغه وایي چې پر دې پروژو ۱۱.۳ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې د دغه ریاست له لوري ورکړل شوی او د شپږو میاشتو په موده کې یې چارې بشپړې شوې دي.
د غزني ښار یوه قومي مشرغلام جیلاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې پخوا یې کوڅې خامه وې او د تګ او راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو.
هغه وایي، خوښ دی چې اوس د دوی په سیمه کې کوڅې پخې شوې او ورسره خلکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن