Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کار وزارت: تېرو نهو میاشتو کې څه باندې ۲۶ زره ښځې پر دندو ګومارل شوې

کابل (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۲): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې په روان ۱۴۰۲ کال کې د څه باندې ۲۶ زرو ښځو په ګډون نږدې ۱۱۰ زره کسان په دولتي او خصوصي ادارو کې پر دندو ګومارل شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په ټول هېواد کې ۱۰۹۸۲۴ هېوادوال په امارتي ادارو او خصوصي سکټور کې پر دندو ګومارل شوي چې ۲۶۳۲۶ ښځې هم په کې شاملې دي.

دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د روان ۱۴۰۲ کال له پیله د لېندۍ میاشتې تر پای پورې پر دندو ګومارل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په همدې موده کې بیا ۱۴۸۹ تنه بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې له سیاسي تحول وروسته په یو شمېر دولتي ادارو کې د ښځو کار کول ځنډول شوي خو په ځینو دولتي ادارو کې بیا ښځې د کارکولو اجازه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.