ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کي یوه خطاطه د خطاطۍ له هنر سره د خلکو لېوالتیا کمېدو ته اندېښمنه ده

کابل کي یوه خطاطه د خطاطۍ له هنر سره د خلکو لېوالتیا کمېدو ته اندېښمنه ده

author avatar
7 Jan 2024 - 18:11
کابل کي یوه خطاطه د خطاطۍ له هنر سره د خلکو لېوالتیا کمېدو ته اندېښمنه ده
author avatar
7 Jan 2024 - 18:11

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): کابل ښار کې یوه خطاطه‎ افغانستان کې د خطاطۍ هنر بې‌ارزښته کېدو ته ‎اندېښمنه ده او وايي، ‎هنر ته په هېواد کې دومره ارزښت نه ورکول کېږي ‎او باید ورته جدي پاملرنه وشي.‎

۲۴ کلنه حسنا جوینده چې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي فارغه ده، خطاطي د ټابلو پرمخ په رنګونو نقاشي کوي، وایي، له ډېرې مودې راهیسې یې په ابتدایي ډول د خطاطۍ کار کاوه؛ خو له ۷ میاشتو راهیسې یې په حرفوي ډول د دغه هنر زده‌کړه پیل کړې او له درېیو میاشتو را په دېخوا «د خط نقاشي» برخه کې کار کوي.

هغې «د خط نقاشي» په خپل کور کې پر مخ بیوله او د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د ډېرو اشعارو خطاطي یې کړې ده.

حسنا جوینده وایي، د محدودیتونو له امله یې استاد په خپل کور کې زده‌کړې ورکوي، د خطاطۍ له کار سره ډېره ارامه وي او په هر ډول شرایطو کې به خپل هنر ته دوام ورکوي.

نوموړې وویل چې د پوهنتون له فراغت وروسته یې د افغانستان پېژندنې برخه کې د ماسټرۍ تصمیم درلود او په دې برخه کې یې اقدام هم کړی و، خو د لګول شوو بندیزونو له امله یې و نشوای کولای چې خپل کار او تحصیل ته دوام ورکړي.

هغه وایي: «کله چې نوي بندیزونه وضع شول، زه یوه څه وخت کور کې وم، ډېره افسرده شوې وم، له خپل وضعیته ډېره کړېدم، خو دې وروستیو کې وخوځېدم او له ځانه سره مې وویل، سمه ده چې زما لپاره د کار زمینه برابره نه ده، خو کولای شم چې خپلو درسونو ته له کوره ادامه ورکړم، له خپله کوره ځانته پوهنتون جوړ کړم، خپلې وړتیاوې لوړې کړم، تر اوسه مې لویه استفاده کړې؛ د خطاطۍ ترڅنګ د زرګري او د جواهرو جوړولو کار هم کوم.»

هغې وویل: «هنر ډېری هغه کسان پر مخ وړي چې درد ولري؛ زما په وجود کې هم یو درد و چې خطاطۍ ته مې مخه وکړه او یو له هغو دردونو په کور کې پاتې کېدل او دا لګول شوي محدودیتونه دي.»

د حسنا په خبره، هنر په افغانستان کې بې ارزښته دی او څوک نه حاضریږي چې په لوړه بیه یو هنري اثر وپېري.

هغې وویل، ډېرې سوژې یې د مولانا له شعرونو دي او د هغو غوره کولو لامل د هغه د شعرونو لوړ مفهوم دی.

هغې وویل چې د خط په نقاشۍ کې د دې الګو استاد یې امیر سروري او دغه راز د ایران یو مشهور خطاط امیرخاني دی.

حسنا چې پر خپل یوه نوي اثر کار کوي وايي: «کله چې نا ارامه او خفه وم، هنر زما د ښه کېدو لامل کېږي، کله چې لیکل کوم، هغه درد مې چې په وجود کې دی د لیکلو له لارې یې راباسم او درملنه یې کوم.»

نوموړې زیاته کړه: «دمګړی چندان عاید نه لرم؛ ځکه چې درې میاشتې کېږي د خط نقاشي مې پیل کړې، له کومو وسایلو چې استفاده کوم د خپلو ټابلوګانو د پلورلو له لارې یې ترلاسه کوم.»

د هغې په خبره، تر اوسه یې پر خپلو اثارو بیه نه ده اېښې؛ ځکه هغه یې ډېر خوښ دي او نه شي کولای چې پرې ‎مشخصه بیه کېږدي، خو د دې تر ټولو په لوړه بیه پلورل شوی اثر ۲۵۰۰ افغانۍ وو.

هغې وویل: «زما پیغام نجونو ته دا دی چې خپلې روغتیا ته دې متوجه اوسي او اجازه دې نه ورکوي چې اوسني شرایط یې پر روان منفي اغېزه وکړي.»

حسنا جوینده وویل چې نجونې دې له دغه محدودیتونو استفاده وکړي او دا دې د خپلو وړتیاو او مهارتونو لوړولو لپاره یو فرصت وګڼي.

د حسنا جوینده استاد امیر سروري پژواک ته وویل چې هغه یوه با استعداده او هڅانده نجلی ده او هنر د خپلو احساساتو څرګندولو په موخه استفاده کوي.

د هغه په خبره، حسنا توانېدلې چې دې برخه کې کامیابه شي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت په ځلونو ویلي چې پر نجونو د زده‌کړو محدودیتونه موقتي دي او حکومت د دغو ستونزو حلولو او د یوې شرعې لارې پیدا کولو هڅه کوي.

د روان کال د لېندۍ میاشتې په لومړۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسلکي معین عتیق‌الله عزیزي د «اسلامي هنر نړۍوالې ورځ» په مناسبت ویلي وو چې دغه وزارت له هنرمندانو او معمارانو ملاتړ کړی او د هغو د اثارو لپاره یې په ملي او نړۍواله کچه د نندارې زمینه برابره وي.

نوموړي ویلي وو چې د هنر برخه کې به له ځوانانو ملاتړ وکړي او دا سبک به نورو نسلونو ته رسوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.