شبرغان (پژواک،۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ اته کلنه دښمني د قومي مشرانو، دیني علمانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په دې اړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست له لوري جوړه شوې جرګه کې د شخړې د دواړو لورو یو شمېر غړو، دیني علماوو، قومي مشرانو او سیمهییزو مسوولینو ګډون کړی و.
د جوزجان د قومونو او قبایلو چارو رییس مولوي غلامنبي صمیم وویل چې دغه جرګه د شبرغان ښار په چهارجفت کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ موجودې دښمنۍ پای رسولو په موخه جوړه شوې ده.
هغه زیاته کړه، په دې جرګه کې سلګونه دیني علمان او قومي مشران ګډون لري، نو د دواړو لورو ترمنځ خبرې پیل شوې څو ترمنځ یې شته دښمني پر دوستي بدله شي.
هغه وايي چې د خلکو ترمنځ د اختلافاتو او دښمنیو پای ته رسولو لپاره ناوخته نه ده او هیڅ شي له سولې او دوستۍ خواږه نه دي.
دیني عالم او د جوزجان ولایت قومي مشر مولوي صدیقالله په دې جرګه کې خلک مینې او د یو بل منلو ته راوبلل.
هغه زیاته کړه: «دواړو لورو زموږ عذر او زارۍ ومنلې او دا مجلس جوړ شو، انشاءالله زموږ هڅه دا ده چې تل خلکو ته خدمت وکړو او د خلکو خیر غواړو، منفي چلند کول نور هیڅ ارزښت نه لري.»
په همدې حال کې، یوه بل قومي مشر او د جرګې ګډونوال عبدالخالق حقیار دښمني او اختلافات د کورنیو په ګټه نه بولي او د خبرو له لارې د هغو پر هواري ټينګار کوي.
هغه زیاته کړه، له اتو کلونو راهیسې د یادو کورنیو دښمني موجوده وه چې ترمنځ یې د ستونزو لامل شوې وه.
هغه وویل: «بالاخره د علماوو، سپینږیرو او زموږ په منځکړیتوب چې له شبرغانه راغلي یو، موضوع مو فیصله کړه، د دواړو لورو په منځ کې مو سوله وکړه او له دې وروسته دا موضوع حل شوه او انشاءالله له دې وروسته د هغوی ترمنځ کومه ستونزه نشته.»
یاده جرګه کې د دواړو کورنیو غړو یوبل غېږ کې ونیول او اته کلنه دښمني یې پای ته ورسوله.
د یادو کورنيو یوه غړي دالنسیم اسحقزي وویل: «زموږ ترمنځ یو جنجال راغی چې اته کاله یې کېږي، زموږ منځ کې دښمني وه، خو اوس چې سپینږیري راغلل هېچا ته څه نه وایو، د سپینږیرو فیصله زما فیصله ده.»
هغه د دې دښمني په اړه داسې وویل: «زما د کاکا زوی سلمان زموږ د همسایه عبدالواحد له لوري په ایران کې وژل شوی و، موږ نن روغه وکړه او له دې وروسته د ورورګلوۍ ژوند کوو او خپل منځ کې ستونزې نه لرو.»
د جوزجان د مسوولینو په وینا، په دغه ولایت کې دا شپږمه لویه قضیه ده چې د قومي جرګې له لوري هواره او د طرفینو ترمنځ سوله شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP