غزني ښار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): غزني کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «قومونو د همغږي» په نوم غونډه کې د کوچیانو استازو وویل، لا هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
یاده غونډه چې نن (د مرغومي ۱۷مه) جوړه شوې وه د قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد راغلی و او په غزني کې د مېشتو کوچي قومونو استازو ورسره خپلې ستونزې شریکې کړې.
د کوچيانو د نیازي قوم مشر خداینظر وویل، غزني کې ۶۰ زره کورنۍ نیازي کوچیان اوسېږي چې له حکومته سخت ګیلهمن دي.
نوموړي وویل: «لا هم په خېمو کې ژوند کوو، نه مدرسه، نه مکتب، نه کلینیک او نه هم سرپناوي لرو. د اوبو برخه کې ستونزې لرو، له هر ډول اسانتیاوو بېبرخې یو، تر اوسه کوم مسوول کس زمونږ احوال نه دی اخیستی او نه یې هم ورسره لیدلي دي.»
ورته وخت کې د دهیک ولسوالۍ قومي مشرانو عبدالله مظهري او محمدعارف وویل، په سیمه کې یې لا هم د ځمکو د غصب او اوبو پر سر لسګونه شخړې او قومي جنجالونه پر خپل ځای پاتې دي.
هغوی له حکومته وغوښتل چې د دغه ولایت په کچه دې د ولسونو غوښتنو او ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا بیا د قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ملا عبدالخالق عابد وویل، اسلامي امارت د ولسونو ترمنځ د هر ډول ستونزو حلولو ته ژمن دی او په خبره یې چې غزني کې یې په تېرو څه باندې دوو کالونو کې لږ تر لږه سل لویې او وړې شخړې حل کړې دي.
هغه د غزني اوسېدونکو او د کوچیانو استازو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ستونزې یې یاداښت کړي او په مرکزي کچه به ورته د مسوولینو پام را واړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP