Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۱۷مرغومی ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.

دغه وزارت نن (د مرغومي ۱۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن او سبا په هرات، فراه، بادغیس، سرپل، دایکنډي، غور، هلمند، کندهار، اروزګان، زابل، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د باران او واورې اورېدو احتمال شته.

سرچینې لیکلي چې بېلابېلو ولایتونو کې د باران او واورې کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.‎

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.