ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د ۱،۲ میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د ۱،۲ میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

author avatar
7 Jan 2024 - 16:56
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د ۱،۲ میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل
author avatar
7 Jan 2024 - 16:56

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د یو عشاریه دوه میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

د یادو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک مراسمو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست سرپرست حافظ عزیزالرحمن وویل چې د یادو هوکړه‌لیکونو په اساس به د هېواد په ۸ ولایتونو کې له ۶۰۰۰ یتیمو ماشومانو سره مرستې او د هغوی کفالت او ۱۷۰۰ کسانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه، په دغو ولایتونو کې کندهار، پنجشېر، کونړ، خوست، لوګر، پکتیکا، بامیان او کابل شامل دي چې د هوکړه‌لیکونو ټول ارزښت یې ۱،۲ میلیارد افغانۍ کېږي.

هغه وویل چې دغه هوکړه‌لیکونه له نهو داخلي موسسو سره لاسلیک شول.

دغه راز په دې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین له یادو موسسو غوښتنه وکړه چې د خپلو کړونو راپور دې وخت پر وخت له دغه وزارت سره شریکوي.

نوموړي ټینګار وکړ چې موسسې باید د افغانستان د اسلامي امارت له اصولو سره سم خپل فعالیتونه ترسره کړي.

هغه د ملګرو ملتونو او نړۍوالو مرستندویه موسسې غوښتنه وکړه چې له افغانانو سره دې بشري او نورې مرستې وکړي.

حقبین موسسو ته ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د هغوی ملاتړ کوي او که د موسسو د کار پر وړاندې کومه ستونزه وي له یاد وزارت سره دې شریکې کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د موسسو په استازیتوب بریالي عمرزي وویل، د ټولو هدف خلکو ته د خدماتو وړاندې کول دي او دوی به په دې برخه کې ډېره هڅه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د حکومت له همکارۍ پرته دغه موسسې خپل هدف ته نه شي رسېدلې او باید پوره همکاري وکړي.

نوموړي وویل چې دغه موسسې به د خپلو فعالیتونو راپور وخت پر وخت د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره شریکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي میاشتې په پنځمه هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۱۵ ملي او نړۍوالو موسسو سره د یو میلیارد او ۷۹ میلیون افغانیو په ارزښت ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي وو.

Views: 58

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.