[restrict paid="true"]
جلالاباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پچيراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې پنځه کسان ټپيان شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د مرغومي په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، یاده شخړه نن د پچیراګام ولسوالۍ د لنډهخېلو کلي د دوو اوسېدونکو کامران او منور کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شوې ده.
دی وايي، په دې پېښه کې د دواړو لورو پنځه کسان ټپیان شوي.
هغه دا هم وويل چې د پېښې ځای ته د پچیراګام ولسوالۍ امنیتي کسان پر وخت رسېدلي او د شخړې هواري هڅې یې پیل کړې دي.
د قوماندانۍ وياند وايي، ټپیان یې د لومړنۍ درملنې لپاره د پچیراګام روغتیایي مرکز ته انتقال کړي او له یاد روغتونه د لا ښې درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هغه په وینا، د ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی.
د یادونې ده، وړمه ورځ د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د معارف د امر پر کور د لاسي بمونو برید کې د هغه څلور لوڼې وژل شوې وې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP