Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې د روږدو درملنې روغتون له بیا فعالېدو سره د ۱۲۰ کسانو درملنه شوې

ګردېز (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲) پکتیا کې د روږدو درملنې روغتون فعالیت درېدو په اړه د پژواک خبري اژانس راپور له خپرېدو وروسته د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د یاد روغتون په بېرته فعالېدو سره تر اوسه د ۱۲۰ روږدو درملنه شوې ده.

پژواک خبري اژانس تېر کال د مرغومي په ۲۹مه  «په پکتیا کې د روږدو درملنې روغتون له تېر یوه کال راهیسې غیرفعال دی» تر سرلیک لاندې راپور  خپور کړ.

د پکتیا د عامې روغتیا رییس مولوي خیرمحمد منصور وايي، یاد روغتون په تېر ۱۴۰۱ کال کې د ځینو ستونزو له امله تړل شوی و چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې یې بېرته فعالیت پیل شو.

هغه زیاته کړه، تر اوسه په دغه روغتون کې د شاوخوا ۱۲۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.

نوموړي وویل: «په ۱۴۰۱ کال کې د ځینو ستونزو له کبله د روغتون چارې ولاړې وې، خو د عامې روغتیا ریاست په هڅو په ۱۴۰۲ کال کې بېرته یاد روغتون خپلې چارې پیل کړې او تر اوسه خپل خدمات وړاندې کوي.»

د ده په وینا، یاد روغتون کې په ۴۵ ورځو کې د ۳۰ کسانو درملنه کېږي او رغېدلو کسانو ته د یوه کار او کسب برخه کې د زده‌کړو په تړاو یې هم له ځینو موسسو سره خبرې کړې دي.

دغه‌راز، هغه روږدي کسان چې یاد روغتون کې تر درملنې لاندې دي، خوښي ښيي چې په وړیا دول یې درملنه کېږي.

د رفیع‌الله په نوم یو کس چې پر نشه‌یي توکو روږدی و او اوس دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی، وايي چې د بې‌کارۍ له امله پر نشو‌ روږدی شوی و، خو غوښتنه کوي چې له درملنې ورسته دې ورته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه وویل: «زه د غریبۍ له امله پرې نشه اخته شوی وم، کار نه و، اوس بیخي ښه شوی یم له ټولو ډاکټرانو او کسانو دلته خوشاله یم، اوس مې له ځان سره همدا فکر کړی چې بیا به نشه نه کوم او د کار زمینه باید راته برابره شي.»

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په خبره، د «نارویژن» موسسې په همکارۍ یې دغه روغتون کې د یو شمېر امکاناتو برابرولو ترڅنګ د یاد روغتون ځینې زیانمنې شوې برخې هم بیارغولي دي.

د یادونې ده، د اسلامي امارت رهبرۍ د پرېکړې له مخې، په ټول هېواد کې د روږدو درملنې او ټولولو هڅې پيل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.