کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): سویسي رسنیو راپور ورکړی، یاد هېواد په پام کې لري چې د راتلونکي کال په دوبي کې کابل کې د بشري مرستو دفتر بیا پرانیزي.
سویس په افغانستان کې د وړم کال له سیاسي تحول مخکې په کابل کې د همکارۍ دفتر درلود او د پراختیايي مرستو پروګرامونه یې پلي کول، خو له یاد بدلون وروسته یې دغه دفتر وتاړه.
سویس ټایمز ورځپاڼې تېره ورځ د سویس بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي، دغه هېواد په پام کې لري چې د راتلونکي کال په دوبي کې بیا په کابل کې د بشري مرستو دفتر پرانیزي.
دغه وزارت ویلي، ټاکل شوې چې د سویس د بشري مرستو څانګې څلور غړي په کابل کې کار وکړي.
د سرچینې څرګندونو له مخې، سویس هیله لري چې دا پرېکړه به په افغانستان کې د ملکي وګړو د لا اغېزناک ملاتړ لامل شي.
د سویس بهرنیو چارو وزارت ویلي، په کابل کې د سویس دغه دفتر به قونسلګري خدمات نه وړاندې کوي او افغانان کولای شي د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد کې د یاد هېواد سفارت کې د ویزو غوښتنه وکړي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن