جلالاباد (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رییس وايي، د تورخم له لارې یې راستنېدونکو کډوالو کې د علمي او مسلکي کسانو د ثبت او راجسټر لړۍ پيل کړې چې تر اوسه ورسره ۲۲زره او ۶۵۰ کسان ثبت شوي دي.
مسوولين وايي، د دغو کسانو د ثبت او راجسټر ترڅنګ يې هغوی ته د کارموندنې او مسلکي وړتيا لوړولو په موخه طرحې او پروګرامونه هم جوړ کړي دي.
د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس مولوي فريدالله حقاني پژواک ته وويل، له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته يې د کارموندنې زمينو برابرولو په موخه د فني او لوستو اشخاصو د ثبت او راجسټر لړۍ پيل کړې ده.
هغه زياته کړه، دغه چاره په تورخم کې ترسره کېږي چې تر اوسه ورسره ۲۲ زره او ۶۵۰ لوستي، مسلکي او فني اشخاص ثبت او راجسټر شوي دي.
هغه وايي، دغو کسانو ته د کار موندنې په موخه به د هغوی د اړتيا، وړتيا او علمي کچې مطابق د کار موندنې زمينې برابرېږي چې اوس يې پر طرحو او پروګرامونو کار روان دی.
نوموړي وویل: «په راتلونکي کې هغوی ته برنامې لرو، چې وکولای شو هغوی ته د مسلک مطابق کاري زمینې برابرې کړو.»
دی وايي، اوسمهال ۳۵۰ په شاوخوا کې راستانه شوو کډوالو ته د حرفوي زدهکړو زمينه برابره شوې او له فراغت وروسته به ورته کاري وسايل او امکانات ورکړل شي چې بازار کې د کار جوګه شي.
نوموړي وويل: «تر اوسه لا د ثبت پروسه روانه ده او بل حرفوي زدهکړې چې هم ورکول کېږي، شپږ مياشتنۍ پروسه ده، کله چې هغه بشپړه شي نو بيا به ورته د کار زمينه هم برابرېږي، موږ د کار وسايل او امکانات هم ورکوو.»
په ورته وخت کې له پاکستانه راستانه شوي افغانان هم د کار نشتوالي له امله شکايت کوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې دوی ته ژر تر ژره کاري زمينې برابرې کړي.
د زړګي په نوم يوه کډوال چې له ۲۳ کلنې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شوی او د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ فتحاباد سيمه کې مېشت دی، پژواک ته یې وويل، نږدې دوه مياشتې کېږي چې هېواد ته راغلی خو لا يې د هیڅ کار درک نه دی شوی.
دی وايي: «موږ راغلي يو، د يوې روپۍ، يوې انۍ کار مو نه دی کړی او چې يو خوا او بلخوا سوچ هم کوو څه درک نشته؛ ځکه ژمی دی او موږ هم نوي يو.»
دا په داسې حال کې ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې همدا تېره اونۍ هم له پاکستانه ۱۹۴۱ کډوال په جبري توګه راستانه شوي دي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن