Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ پر دریېو ملي لوبغاړ لګول بندیزونه تعدیل ، خو د جریمې ترڅنګ اخطاریې ورکړل

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې پر درېیو ملي لوبغاړو یې لګولي بندیزونه لرې کړي او له دې وروسته به د مرکزي قراردادونو د ورکړې ترڅنګ په سوداګریزو لیګونو کې هم د ګډون اجازه ولري.

تېره میاشت کرکټ بورډ پر درېیو ملي لوبغاړو مجیب‌الرحمن ځدراڼ، فضل‌الحق فاروقي او نوین‌الحق له دې امله بندیزونه ولګول چې ګواکې د مرکزي قراردادونو له لاسلیکه یې ډډه کړې ده.

کرکټ بورډ د هغوی دغه کړنه له ملي ګټو سره په ټکر کې ښودلی و او پر دوی یې د دوه کلن بندیز ترڅنګ په سوداګریزو لیګونو کې د اجازې نه ورکړې پرېکړه کړې وه.

کرکټ بورډ د مرغومي په ۱۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو لوبغاړو پر دوی له لګېدلو بندیزونو وروسته د برېښنالیک له لارې له کوم قید او شرط پرته بېرته کرکټ بورډ ته مراجعه وکړه او د هغوی پر وړاندې پرېکړې په اړه د بیاکتنې غوښتنې ترڅنګ یې د مرکزي قرارداد لاسلیکولو لپاره بشپړه ژمنتیا وښوده.

سرچینې زیاته کړې، له همدې امله د افغانستان کرکټ بورډ هم یوې کمېټې ته دنده ورکړه څو د دې موضوع ارزونه وکړي او نن یې کرکټ بورډ له مشرتابه سره د نهایي پرېکړې په موخه خپله پرېکړه شریکه کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په یاده تعدیل شوې پرېکړه کې راغلي چې د تېرو وضع شوو بندیزونو پر ځای به پر یادو لوبغاړو یو لړ اصول پلې شي، څو په راتلونکي کې له ورته پېښو ډډه وشي څو وکولی شي مرکزي قرارداد لاسلیک کړي او محدود شمېر سوداګریزو لیګونو کې ولوبېږي.

کرکټ بورډ ویلي، یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلې اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش هم ګرځول کېږي.

سرچینې زیاته کړې، هغوی ته به مرکزي قرارداد غوره کړنو ته په کتو او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف په دې اړه وایي، دا چې یادو لوبغاړو له دې وړاندې د خپل هېواد لپاره غوره لاسته راوړنې او ویاړونه درلودل او په لوبډله کې اړتیا ورته لیدل کېږي؛ ادارې دغه پرېکړه کړې  او هیله ده چې یاد لوبغاړي د پخوا په څېر په غوره ډول خپلو کړنو ته دوام ورکړي او د افغانستان د ویاړ لاملونه شي.

نوموړي زیاته کړې: «زموږ ټولو لوبغاړو له شک پرته افغانستان ته ډېر څه کړي او افغانستان یې نړۍوالو ته په ډېره ښه توګه معرفي کړی، خدای دې وکړي په راتلونکي کې بیا داسې څه رامنځته نه شي چې له امله یې اداره یا لوبغاړي خوابدي شي، ځکه اداره له خپلو اتلانو د تل په څېر د غوره کړنو او د افغانستان لپاره د غوره استازولی هیله لري.»

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.