[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند په کجکي او سنګین ولسوالیو کې د بیارغونې یو شمېر پروژې پیل او یوه بشپړه شوه.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد د مرغومي په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کجکي ولسوالۍ په تنګي بازار په سیمه کې د څه باندې ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د برېښنا رسولو د یوې پروژې چارې بشپړې شوې.
هغه زیاته کړه، چې په دې پروژه کې د برېښنا د ۱۸ نویو پایو نصبول او اړوند محلقات شامل دي.
مسوولین وايي چې د دغه پروژو په بشپړېدو سره برېښنا ته د خلکو لاسرسی زیات او د دوی په عوایدو کې به زیاتوالی راشي.
د یو بل خبر له مخې، د سنګین ولسوالۍ په بازار کې د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ له خوا د یوه پارک، یوه چوک او د یوه منار د رغولو چارې پیل شوې دي.
د یادو رغنیزو پروژو د پیل په مراسمو کې ولسوال متین حاجي لالا وویل:”دا رغنیزي پروژې چې یوه يې د سنګین ولسوالۍ اړوند منډئې سیمه کې یو پارک چې سل متره اوږد والی او ۳۰ متره سور لري د یو میلیون او ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې همداراز یو مرکزي چوک او یو منار د چوغک پرلوړه د ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت رغول کېږي.
[/restrict]
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن