ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښاروالي: سږ کال مو د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۱ نیمګړې پاتې پروژې بشپړې کړې

د غزني ښاروالي: سږ کال مو د ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۱ نیمګړې پاتې پروژې بشپړې کړې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د غزني ښاروالي وايي چې سږ کال یې تر اوسه د ۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت د تېرو کلونو یو شمېر نیمګړو ‌پاتې پروژو چارې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

ښاروالي زیاتوي چې په یادو پروژو کې سوداګریز مارکېټونه، استوګنیزې ودانۍ، پارکونه، کوڅې، پلې لارې، سونا حمام، واټونه او څراغونه شامل دي.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه پژواک خبري اژانس ته وویل د تېر حکومت پر مهال غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د شاوخوا ۱۸ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې وې خو له سیاسي تحول وروسته یې کارونه درېدلي وو.

هغه زیاته کړه چې د یادو نیمګړو پاتې پروژو له ډلې ۱۱ يې د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له بودجې بشپړې کړې دي.

ورته مهال، د غزني ښار اوسېدونکي هم د یادو پروژو بشپړېدو ته خوښ دي او زیاتوي چې له دې سره به ښاریانو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د غزني ښار اوسېدونکی او قومي مشر رازمحمد وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو ډېرو کسانو ته کارونه پیدا شوي او ترڅنګ به یې د ښاروالۍ په عوایدو کې هم ډېروالی راشي.

د غزنې ښار بل اوسېدونکی محمدسعید بیا وايي چې حکومت دې ټولې هغه نیمګړې پروژې بشپړې کړي چې د تېر حکومت له مهاله پاتې دي.

هغه پژواک ته وویل: «د مخکني جمهوري نظام له سقوط وروسته د غزني په مرکز او ولسواليو کې د یو شمېر ټولګټو پروژو کارونه نيمګړي پاتې دي چې له ډلې یې د کابل اډې ته څېرمه په علي‌لالا سیمه کې د ښاروالۍ اړوند بلاکونه، صالونونه او نور د یادولو وړ دي چې باید کارونه یې شروع شي.»

د یادونې ده، غزني ښار کې سږ کال د ۱۹ نورو لویو او وړو پروژو کارونه هم پیل شوي چې ځینې یې بشپړې شوې او د ځینو نورو چارې روانې دي.

Views: 61

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.