Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې درې چک‌ډیمونه او فراه کې دوه استنادي دېوالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

ایبک، فراه (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې سمنګان کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو چک‌ډیمونو او فراه کې د دوو استنادي دېوالونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د ایبک - خُلم سیندیزې حوزې رییس ملا محمدعمر انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې په مرکز ایبک، حضرت سلطان او خُرم سارباغ ولسوالیو کې د اته میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د اوبو درې چک‌ډیمونو جوړولو پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه وویل چې د یادو چک‌ډیمونو چارې درې میاشتې مخکې د ایبک ښار په رباطک، د خرم سارباغ ولسوالۍ د ده اصل او حضرت سلطان ولسوالی په کوکجر کلیو کې پیل شوې وې چې نن بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

نوموړي وویل چې دغه چک‌ډیمونه د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او موسمي سېلابونو مخنیوي په موخه جوړ شوي دي.

د هغه په خبره چې له دغو بندونو به څه باندې شپږ زره کورنۍ ګټه اخلي.

بلخوا، د فراه په بکواه ولسوالۍ کې هم د دوو استنادي دېوالونو کارونه بشپړ شوي دي.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت د بکواه ولسوالۍ په سیاه کلا او جوی‌سفید کليو کې د دوو استنادي دېوالونو جوړېدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

سرچینې ویلي چې پر دې پروژو لس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

سرچینه وایي، دغه دېوالونه ۳۰۰ او ۳۱۰ متره اوږدوالی او درې متره سور لري چې لګښت یې د «UNDP» دفتر له خوا ورکړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو دوو دېوالونو کارونه په درېیو میاشتو کې بشپړ او دغه راز ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.