Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او ترکمنستان د ټاپي پروژې عملي چارو پر پیل خبرې کړې دي

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس سره د پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتلو او هرات کې د هغې د عملي چارو د پیل په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور نن په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس مراد امانوف سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکو د استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم د راتک او هرات کې د هغې د عملي چارو پیل لپاره د زمینه‌سازۍ په اړه هر اړخيزې خبرې شوې دي.

په کابل کې د ترکمنستان سفیر ويلي: «د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او موږ د دې پروژې ژر پیل ته ژمن یو.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ياده پروژه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره وبلله، ویې ویل چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي ‏او د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د ګاز لېږد پروژه (ټاپي) د ١٣٨٩ کال په لېندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ولسمشرانو او د هند د انرژۍ وزير له لوري لاسليک شوې ده.

ټاپي پروژه د ترکمنستان له دولت‌اباده پيل او د ياد هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره غځېدو وروسته د ٧٣٥ کيلومترو په واټن د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار له ولايتونو له تېرېدو وروسته پاکستان ته غځېږي او د دغه هېواد خاوره کې د ٨٠٠ کيلومتره غځېدو وروسته د هند فاضيلکان سيمه کې پاى مومي.

افغان چارواکو پخوا ويلي چې په دې پروژه کې پانګونه له ٨- ١١ ميليارده ډالرو اټکل شوې ده.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.