ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مولانا فضل‌الرحمن د ا.ا له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سره لیدلي

مولانا فضل‌الرحمن د ا.ا له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سره لیدلي

author avatar
10 Jan 2024 - 21:08
مولانا فضل‌الرحمن د ا.ا له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سره لیدلي
author avatar
10 Jan 2024 - 21:08

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د جمعیت علماء اسلام ډلې مشر مولانا فضل‌الرحمن د اسلامي امارت له مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده سره لیدلي دي.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د مرغومي په ۲۰مه خبر ورکړی چې دا لیدنه په کندهار کې شوې خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

بلخوا، یوې باوري سرچینې طلوع‌نیوز ته هم تایید کړې چې د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت‌الله اخند‌زاده سره کتلي دي.

د سرچیني د معلوماتو پر بنسټ، دغه لیدنه نن (چهارشنبه) په کندهار کې یوازې د مولانا فضل‌الرحمن او د اسلامي امارت د مشر ترمنځ دوه په دوه شوې ده.

خو د اسلامي امارت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

مولانافضل‌الرحمن د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د سرپرست حکومت له جګپوړو چارواکو له هغې ډلې د اسلامي امارت له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند او د هغه له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.